تاند (سې شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۶ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پخواني او نومیالي لوبغاړي شاپور ځدراڼ پر مړینې ژوره خواشیني څرګنده کړې او هغه یې د هېواد د کرکټ یو له اغېزمنو او ویاړلو څېرو څخه یاد کړی دی.
اشرف غني د ټولنیزو رسنیو له لارې په خپاره کړي پیغام کې ویلي، شاپور ځدراڼ د خپل استعداد، زحمت او غوره لوبو له لارې د افغانستان د کرکټ په پرمختګ او نړیوال شهرت کې مهم رول لوبولی و. د نوموړي په وینا، ګڼ شمېر افغان ځوانانو شاپور د یوه الهامبښونکي شخصیت او بریالي ورزشکار په توګه پېژانده او له هغه څخه یې د ژوند او ورزش په ډګر کې الهام اخیست.
پخواني ولسمشر زیاته کړې چې شاپور ځدراڼ په هغو کلونو کې، چې افغان کرکټ له ګڼو ستونزو او محدودیتونو سره مخامخ و، د خپلو ځلانده لوبو په مټ هېواد ته ویاړونه ور په برخه کړل او د افغانانو د خوښۍ او ویاړ سبب شو.
د اشرف غني په وینا، شاپور ځدراڼ له یوې لسیزې څخه زیات وخت د افغانستان د کرکټ له ملي لوبډلې سره د پام وړ بریاوې ثبت کړې او د هېواد د ورزشي تاریخ یوه مهمه څېره پاتې کېږي.
شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ له مخکښو او پېژندل شویو لوبغاړو څخه و، له څو میاشتو راهیسې د هډوکي د مغز او دفاعي سیستم له یوې جدي ناروغۍ سره مبارزه کوله. نوموړی د درملنې لپاره د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته لېږدول شوی و، خو له اوږدې ناروغۍ وروسته یې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
حامدکرزی: شاپورځدران د ملي لوبډلې د پیاوړتیا لپاره نه هیریدونکي هڅې وکړې