Homeخبرونهد کشمیر لاریونونو کې ۲۴ تنه او د خیبرپښتونخوا چاودنو کې ۷...

د کشمیر لاریونونو کې ۲۴ تنه او د خیبرپښتونخوا چاودنو کې ۷ تنه وژل شوي

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) د رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې د اعتراضونو او له پولیسو سره د اخ و ډب له امله لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له‌مخې، اعتراضونه د سیمه‌ییزې قانون جوړونې شورا په ټاکنو کې د کډوالو لپاره د ۱۲ څوکیو د ځانګړي کېدو پر ضد پیل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، حکومت لویې لارې تړلي، انټرنېټ یې بند کړی او د رسنیو پر فعالیتونو یې محدودیتونه لګولي دي.

د سیمې پولیسو ویلي چې، په وروستیو نښتو کې څلور پولیس هم وژل شوي، ۹۷ نور ټپیان شوي او ۵۱۵ کسان نیول شوي دي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا ایالت کې د سړک غاړې دوو پرله‌پسې چاودنو لږ تر لږه اووه کسان ووژل.

د بنو ولسوالۍ د پولیسو افسر یاسر افریدي وویل رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړې: “د مسافرو یو شخصي پیک‌اپ موټر د ریموټ کنټرول چاودېدونکي توکي (IED) په وسیله په نښه شو… ټپیان د بېړنۍ درملنې لپاره په یوه موټر کې روغتون ته لېږدول کېدل چې دویم IED وچاودېد.”

افریدي زیاته کړه چې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه چا د دې چاودنو مسؤلیت نه دی منلی، خو د تحریک طالبان پاکستان وسله‌واله ډله په دې سیمه کې ډېره فعاله ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...