Homeخبرونهمسوولان: هرات کې لګېدلي اور ۲۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

مسوولان: هرات کې لګېدلي اور ۲۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د هرات د صنعتي ښارګوټي په دوهم فاز کې د نور آریانا د کاغذ او کارتن جوړونې په شرکت کې د شپې په ۳:۱۲ بجو پراخ اور لګېدلی چې، له امله یې میلیونه مالي زیانونه اوښتي دي.

د یاد وزارت ویاند زیاتوي چې، د پېښې له رامنځته کېدو سره سم، د هرات امنیې قوماندانۍ اور وژونکې ډلګۍ پر وخت سيمې ته ورسېدل او اور يې مهار کړ.

سرچینه زیاتوي چې، اور نورو سیمو ته نه دی پرېښودل شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبه پر ایکس پاڼه په لیکلي پوسټ کې زیاته کړې چې، په دې اور کې کابو ۲۰ میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

د قانع په وینا، اطفایې ځواکونو د اغېزمنو او پر وخت هڅو په پایله کې ۶۵۰ میلیونه افغانۍ شتمني د اورل له زیانه وژغورله .

د اور د لګېدو علت نه دی معلوم او د ځاني زیان په اړه هم څه نه دي ویل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت دوم)   قسمت اول این مقاله بحث عمومی در مورد هنر و زیبایی بود؛ آنچه متاسفانه طی سالیان اخیر در کشور ما نه تنها فراموش...