Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: تېر کال د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو کچه ۷۷٫۹...

مسوولان: تېر کال د سوداګریزو توکو د صادراتو او وارداتو کچه ۷۷٫۹ سلنه لوړه شوې

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وایي چې په تېر ۱۴۴۷ هـ ق کال کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷ میلیون ۶۰۲ زره ۴۱۹ مټریک ټنه صادرات او واردات شوي دي.

دغه انتقالات د د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات له لارې شوي دي.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې، د حیرتان بندر له لارې ۵ میلیون ۱۶۹ زره ۹۸۵ ټن، د آقینې بندر له لارې ۶۳۵ زره ۴۲۷ ټن، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹۱۴ زره ۷۹۶ ټن او د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۸۲ زره ۲۱۱ ټنه توکي لېږدول شوي دي.

د حق شناس په وینا د یادو انتقالاتو یوه برخه صادرات او ترانزیټ دی، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې ټولټال ۳۶ زره ۱۱۹ ټن سوداګریز توکي ترانزیټ او صادر شوي دي.

نوموړی وایي د صادراتو لویه برخه وچه مېوه، وريجې، کچالو، معدني ډبرې، د هندواڼې تخم، نخود، مس او د انارو جوس دي.

دا ارقام داسې مهال زیاتېږي چې، په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې د همدې څلورو لارو له لارې ۴ میلیونه ۲۷۲ زره ا و۷۱ مټریک ټن انتقالات شوي وو.

د حق شناس په وینا په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د انتقالاتو کچه د ۱۴۴۶ هـ. ش کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویاند لیکلي چې، دوی هڅه کوي د منظم پلان جوړونې، دوامدارې څارنې، د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا او د خدماتو د ښه والي له لارې سوداګرو ته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

1 COMMENT

  1. دا ٧٧ سلنه توکي خو باید مصرف شی، خو چی مصرف شی باید انسانان یی مصرف کړی او دانسانانو هم باید په افغانستان کی وي، نو چی افغانستان کی د خلکو اقتصادي حالت دومره خراب شوی دی چی خلک واښه، لرګي او حتی د مردار مواد خوري نو دا توکي یا مواد څوک خوري؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...