Homeخبرونهپاکستاني الاصله سوداګر او ۷ تنه نور د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ...

پاکستاني الاصله سوداګر او ۷ تنه نور د ۳۸ میلیونه ډالرو درغلۍ په تور نیول شوي

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) یو پاکستانی الاصله امریکایي سوداګر په امریکا کې د “میډیکېډ” روغتیایي پروګرام له بودیجې څخه د ۳۸ میلیونه ډالرو د درغلۍ په تور نیول شوی دی.

له دغه سوداګر سره اووه تنه نور هم نیول شوي دي.

ایکانمیک ټایمز په خپل راپور کې زیاته کړې چې، پروېز صدیقي د نیویارک په بروکلین ښار کې د لویانو د پاملرنې مرکزونو په کارونې خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو په پلمه له میډیکېډ پروګرامه پیسې ترلاسه کړې دي.

د سرچېنې د راپور له مخې، دغو کسانو د خدمتونو د وړاندې کولو جعلي اسناد جوړ کړي، خو د راپور له مخې یا خدمتونه نه دي وړاندې شوي او یا هم یوازې محدودو کسانو ته خدمتونه وړاندې شوي دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې پروېز صدیقي او همکارانو یې د هغو کسانو په نوم هم پیسې ترلاسه کړې چې له امریکا بهر یې ژوند کاوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواوو کمره |پوهاند بشیر دودیال

د  ارواوو کمره د هغه ناولیت نوم دی چې په دغو وروستیو کې ښاغلي حفیظ الله تُراب په جرمني کې  لیکلی دی. تُراب صاحب...