Homeخبرونهآر اس اف: افغان خبریالان د رسنیز ډګر پرېښودو، تبعید او بند...

آر اس اف: افغان خبریالان د رسنیز ډګر پرېښودو، تبعید او بند له خطر سره مخ دي

تاند (شنبه د غبرګولي/ جوزا ۳۰مه) د بې پولې خبریالانو سازمان (RSF) وایي، د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې راهیسې ۶۷۷ افغان خبریالان د دغه سازمان په ملاتړ له افغانستانه وتلي، چې د RSF د مرستندویه پروګرام نږدې نیمايي ټولې قضیې جوړوي.

د یاد سازمان د راپور له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۸۳ خبریالان جلاوطنۍ ته اړ شوي وو او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې هم ۸۲ نور خبریالان له هېواده وتلي دي.

RSF زیاتوي، ډېری افغان خبریالان په هغو هېوادونو کې هم خوندي نه دي چې پناه یې ورته وړې ده.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو له پالیسۍ وروسته لږ تر لږه ۵۰ خبریالان بېرته افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړل شوي دي.

د یاد سازمان راپور وایي، په افغانستان کې اوس هم ۵ خبریالان د طالبانو په زندانونو کې بندیان دي.

دوی زیاتوي چې، افغان خبریالان د رسنیز ډګر پرېښودو، تبعید او یا هم د بند له خطر سره مخ دي.

بل لورته له ګواښ سره مخ افغان خبریالان چې اوس هم په هېواد کې د ننه د طالبانو له وېرې بې دندو دي او يا پرې بندیزونه لګېدلي د یاد سازمان پر فعالیتونو نیوکه لري.

دوی چې د نوم له ښودلو ډډه وکړه تاند ته وویل چې، یاد سازمان په هېواد کې له ګواښ سره مخ خبریالان په ګواښ کې پرېښودل او هغه کسان یې وویستل چې له ګواښ سره مخ نه وو.

له خطر سره مخ افغان خبریالان اوس هم هیله لري چې، یاد سازمان یې قضیې پرمخ یوسي او له دې ستړي ژونده یې وباسي.

د مالوماتو له مخې ډېری هغه خبریالان چې د طالبانو له زندانونو خوشې شوي کلونه کېږي بې دندو دي او یا پرې بندیز لګېدلی او له دندو محروم کړای شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په کابل کې د ٬٬ کیسو خبرې،، کتاب چاپ شو

د مازدیګر کتاب خپرندویه ټولنه وایي د ایمل پسرلي کتاب د کیسو خبرې یې چاپ کړی دی. دا کتاب چې په ۲۰۸ مخونو کې...