د ۲۰۱۸ کال پر څلرمه میاشت په کندهار کي یو علمي، فرهنګي، ادبي، تعلیمي او تحصیلي مرکز تاسس سو، او نوم ئې (ښادمن علمي خزانه) ورباندي کښېښود. په پیل کي موږ او ښايي ټولو دا ګمان کاوه، چي یوه فرهنګي ټولنه/ کورس او یا هم یو کوشنی ښوونیز او روزنیز بنسټ به وي، خو د وخت په تېرېدو ښادمن علمي خزانه کي، هغه د نوښتونو باران وسو، چي چا یې په کندهار کي تمه هم نه کوله او کارونه ئې تر یوې یوې لويي علمي اکاډمۍ کم هم نه ښکاري:
- یو داسي غټ او په هر ډول کتابونو پوره لوی کتابتون پکښي پرانیستل سو، چي هر څوک ورڅخه استفاده کولای سي،
- د ورزش په برخه کي ځوانانو ته د ښایسته نوم په انتخاب (لوبستان) جوړ کړ، چي د شپې او ورځي د لوبو زمینه پکښي مساعده او د ټول افغانستان د فوټبال لوبغاړو ته همدلته یو وخت ښه میلمستیا جوړه کړه،
- د انګلیسي ژبي د زده کړي بېلابېلي او خورا معیاري او لوړي سلسلې او دورې یې فارغه کړې،(په ۲۰۲۶ کي ئې ۱۱ دوره فارغه سوه) او بله لا دا چي د همدې دورې فارغانو خپل وروستۍ دفاعه/پایلیک په توګه یو کتاب یا ژباړه، یا هم تدوین کړی او د هري دورې د فارغانو اثار د چاپ ګاڼه پوښلي هم دي،
- د زدهکوونکو پر مسلکي روزنه، و پالنه ئې بېلابېلي برنامې، ورکشاپونه او ټرینینګونه دایر کړل،
- علمي کادرونو ته ئې د کار او د لا پرمختګ زمینه برابره کړه، او شاوخوا په لسګونو ځوانان ئې د ماسټرۍ برنامې ته وهڅول او لګښت ئې د علمي خزانې مؤسس (حکمت ښادمن) له جیبه ورکړ او داسي مي واورېدل چي سل نور ځوانان د ماسټرۍ تر کچي رسوي.
- پخپل غېږه کي ئې علمي، ادبي او فرهنګي و هنري مسایلو ته هم خاصه توجه کړې وه/ده، د فرهنګپالو او ادبپالو شخصیتونو لپاره ئې ستاینغونډي جوړي کړي دي، د چهارشنبې په ورځ او نېټه( د ۲۷/۳/۱۴۰۵ )ئې د وتلي لیکوال محتاط څېړونکي استاد محمدمعصوم هوتک ستاینغونډه جوړه کړې وه، چي زه ئې دې کرښو لیکلو ته هم وهڅولم
- د ځوانانو لپاره ئې نیمه لوړو زده کړو په برخه کي د روغتیايي علومو انسټیوټ هم افتتاح کړ، او ښايي نور همداسي لوړ او معیاري اهداف او ارمانونه ولري.
ښادمن او دې ته ورته نور علمي، ښوونیز او تحصیلي مرکزونه د یوې ټولني په ویښتیا، روښانتیا او بدلون کي خاص او اهم رول لري، راځئ له داسي مرکزونو سره ملاتړي سو، او لا ئې هم نور تشویق کړو، زه باور لرم، که داسي مرکزونه په هر ولایت کي نور هم جوړ سي دا ټولنه به په ښه او لوړه سویه کادرونه ټولني ته وړاندي کا. له دولت څخه هیله کېږي چي داسي مرکزونه، انسټیټوټونه او خصوصي پوهنتونونه د ټولني په سمون، د وطن په ترقۍ او پیشرفتۍ کي له دولت سره یوځای د ټولني بوج پورته کوي او دولتي دستګاه ته کادرونه روزي؛ نو په کار ده، چي په مالیه کي لکه نور هېوادونه ورسره همکاري وسي، تر څو داسي ډېر هڅول سي، لکه ددې مرکزونو مؤسسین او مسؤلین، چي دغه سرمایه ګذاري که ئې دباندي کړې وای، ښايي ډېره ګټه وټه به ئې کړې وای، خو په وطن کي ټول داسي څوک نه دا چي یوازي تشویق بسنه نه کوي، بلکي د لاسنیوي او همکاري ډاډ تمه لري.
نظامونه یوازي په دولتي دستګاه نه پايي، ترڅو خصوصي سکټورونه ورسره همکاره نه سي او دا همکاري هغه وخت لازمه بویه، لکه په ایران کي چي د هري مطبعې یا د کتابونو د چاپ له مرکزونو سره چي په ډېره فیصدي د دولت له لوري همکاري کېږي؛ نو ځکه ایران غوندي هیواد پرمخ تللی او د یو زبرځواک سره د سیالۍ نمونه ده، که غواړو ټولنه مو له هر ډول تشدد څخه خلاص سي او ملت مو د تعلیم، تحصیل او مطالعې خاواندان سي باید ښوونیز مرکزونه، تعلیمي بنسټونه، تحصیلي ګروپونه ورته خلاص او همکاري ئې وسي او ملت(نارینه او ښځینه) بالخصوص لکه زموږ هېواد لکه د امان الله خان په وختونو کي تعلیم باید پر جبري سي. هغه وخت به نو یو پرمخت تللی هیواد ولرو.