Homeخبرونهپه بریتانیا کې اووه افغان کډوال د جنسي تېري او انساني ‌قاچاق...

په بریتانیا کې اووه افغان کډوال د جنسي تېري او انساني ‌قاچاق په تور محکمې ته حاضر شول

تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) بریتانیايي رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې په دغه هیواد کې اووه کسان د جنسي تېري، د انسانانو د ‌قاچاق او پر ماشومانو د جنسي جرمونو د ۳۸ تورونو په تړاو محکمې ته حاضر شوي دي.

دغه قضیه د هغو پلټنو برخه ده چې د «ګروومینګ ګېنګونو» یا د جنسي استثمار د شبکو په اړه روانې دي.

دغه اووه کسان، چې شپږ یې ۲۰ کلن او یو یې ۲۱ کلن دی، د جمعې په ورځ د نارویچ کراون محکمې ته حاضر شول. د محکمې له ودانۍ بهر یو شمېر اعتراض کوونکي هم راټول شوي وو.

پولیسو ویلي چې تورن کسان افغانان او کډوال دي. پر دوی تور دی چې د ۲۰۲۳ کال د اګست او د ۲۰۲۵ کال د مې ترمنځ یې پر دوو تنو جنسي جرمونه کړي دي.

د ژباړن په مرسته، ټولو اوو کسانو خپل نومونه او د زېږېدو نېټې تایید کړې او د لګېدلو تورونو په اړه یې ځانونه بې‌ګناه وبلل.

د نورفوک پولیسو ټینګار کړی چې له دغو تورنو کسانو څخه هېڅ یو هم د نورفوک په پناه‌غوښتونکو هوټلونو کې نه اوسېده او یاد جرمونه هم په دغو هوټلونو کې نه دي شوي.

د راپور له مخې، له تورنو کسانو څخه پنځه تنه بریتانیا ته د وړو کښتیو له لارې او یو بل د باروړونکي موټر (لارۍ) له لارې داخل شوي دي.

په دې قضیه کې اتم شکمن، چې ۱۹ کلن دی، د مې په ۲۲مه د ګرادا سیوچانا Garda Síochána د پولیسو له خوا په ایرلنډ کې نیول شوی او لا هم هلته په توقیف کې دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...