Homeخبرونهکابل ته د قزاقستان د جګپوړی پلاوي سفر او ۳ میلیارد ډالرو...

کابل ته د قزاقستان د جګپوړی پلاوي سفر او ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ د لوړولو هڅې

شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) د قزاقستان یو جګپوړی پلاوی، چې مشري یې د صدراعظم مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سریک ژومانګارین کوي، د پنجشنبې په شپه کابل ته ورسېد. د دې سفر هدف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراخول بلل شوي دي.

د دوه‌اړخیزو اړیکو پیاوړتیا، د سوداګرۍ زیاتوالی، د پانګونې د فرصتونو پراختیا او د سیمه‌ییز اقتصادي اتصال د ښه کولو په اړه خبرې د دې سفر هدفونه بلل کېږي.

د پلاوي د هرکلي په مهال، د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل چې دا سفر د کابل او آستانې ترمنځ د پراخېدونکو اړیکو څرګندونه کوي او کولای شي په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د ژورتیا لپاره مهم رول ولوبوي.

د عزیزي په وینا، د قزاقن پلاوي غړي به د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي. هغه دا سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کې د نوي باب د پرانیستلو فرصت وباله.

هغه وویل: «د دې جګپوړي پلاوي حضور ښيي چې دواړه هېوادونه د همکاریو پراخولو او د اوږدمهالو اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ژمن دي.»

د سوداګرۍ کچه به ۳ میلیارده ډالرو ته لوړېږي

نورالدین عزیزي وویل چې دا مهال د افغانستان او قزاقستان ترمنځ کلنۍ سوداګري کابو ۶۰۰ میلیون ډالره ده، خو دواړه حکومتونه هڅه کوي چې په راتلونکو کلونو کې دا اندازه ۳ میلیارد ډالرو ته ورسوي.

د هغه په وینا، قزاقستان اوس مهال افغانستان ته د غنمو، اوړو او پروسس شوو کرنیزو محصولاتو له مهمو صادرونکو هېوادونو څخه دی، په داسې حال کې چې افغانستان کولای شي قزاقستان ته د تازه او وچو مېوو صادرات د پام وړ زیات کړي.

عزیزي زیاته کړه چې د اقتصادي اړیکو له پراختیا سره قزاقستان د افغان سوداګرو لپاره د صادراتو له مهمو بدیلو بازارونو څخه ګرځېدلی شي.

د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه

ټاکل شوې ده چې قزاقستانی پلاوی په کابل کې د افغان او قزاقستاني محصولاتو په ګډ نندارتون کې هم ګډون وکړي. د دې نندارتون موخه د دواړو هېوادونو د تولیدي وړتیاوو معرفي کول، د سوداګریزو همکاریو پیاوړي کول او د ګډو پانګونو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول دي.

عزیزي ټینګار وکړ چې افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر کړي او له قزاقستاني شرکتونو یې وغوښتل چې د کرنې، صنعت، ترانسپورت، ټرانزیت او لوژستیک په برخو کې پانګونه وکړي.

هغه وویل چې افغان حکومت چمتو دی څو بهرنیو پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې او بشپړ ملاتړ برابر کړي.

د سیمې لپاره پراخ اهمیت

اقتصادي کارپوهان باور لري چې دا سفر یوازې اقتصادي اړخ نه لري، بلکې مهمې سیاسي او سیمه‌ییزې اغېزې هم لري.

د هغوی په وینا، د کابل او آستانې ترمنځ نژدې همکاري کولای شي د سوداګریزو دهلېزونو په پراختیا، د ترانزیت او ترانسپورټي اړیکو په ښه‌والي، د کرنیزو صادراتو په زیاتوالي او د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ د اقتصادي یوځایوالي په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

دا سفر په داسې وخت کې کېږي چې افغانستان او قزاقستان په وروستیو میاشتو کې د سوداګرۍ، ترانزیت، کارګو او ترانسپورت، کرنیزو صادراتو او سیمه‌ییزو اقتصادي نوښتونو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړې دي.

د دواړو هېوادونو چارواکو په وار وار د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ د زیاتولو، د پانګونې د ګډو پروژو د پراختیا او د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د احمدظاهر د سندرو بهرني کمپوزونه؛ شل هندي او لس غربي

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن وېل کېـږي چې د نړۍ د موسیقۍ دوه لوی مرکزونه په ختیځ کې هندوستان او په لویدیځ کې ایتالیا دي. موسیقي چې...