تاند – د انسان بدن په خپله ویټامین سي نه شي جوړولی، نو ځکه اړ یو چې دا مهم غذایي مواد د خوړو له لارې ترلاسه کړو.
ویټامین سي له معدې څخه وینې ته او بیا مغز ته رسېږي. پخوانیو څېړنو ښودلې چې ویټامین سي د مغز د فعالیت لپاره خورا مهم دي. دا ماده د مغز په نسجونو کې په لوړه کچه متمرکزه وي، او د مغز شاوخوا مایع (دماغي ـ نخاعي مایع) د وینې پرتله دوه برابره زیات ویټامین سي لري.
همداراز، مناسبه اندازه ویټامین سي د الزایمر ناروغۍ د خطر له کمېدو سره هم تړاو لري.
اوس یوې نوې څېړنې موندلې چې ویټامین سي ښايي د عمر په لوړېدو کې د مغز د روغتیا په ساتنه کې لا مهم رول ولوبوي.
څېړنه څه وایي؟
ویټامین سي یو پیاوړی انتياکسیدنټ (۱) دی او د بدن په ګڼو کیمیاوي تعاملاتو کې برخه اخلي. خو تر اوسه په بشپړ ډول نه وه معلومه چې د وینې د ویټامین سي کچه د مغز له روغتیا سره څه ډول تړاو لري.
د جاپان د هیروساکي پوهنتون څېړونکو د ۲٬۰۴۴ رضاکارو کسانو، چې منځنی عمر یې ۶۹ کاله و، د وینې نمونې واخیستې او بیا یې د مغز د عکسونو (سکنونو) له پایلو سره پرتله کړې.
څېړونکو په ځانګړي ډول د مغز د یوې مهمې شبکې، چې ډیفالټ موډ شبکه (DMN) بلل کېږي، فعالیت وڅېړه. دا شبکه د مغز بېلابېلې برخې سره نښلوي او حتی هغه مهال هم فعاله وي چې انسان کوم ځانګړی کار نه کوي.
پخوانیو څېړنو ښودلې چې د دې شبکې کمزوري کېدل د ذهني وړتیاوو له کمښت سره تړاو لري.
مهمې موندنې
څېړنې څرګنده کړه چې:
- په وینه کې د ویټامین سي لوړه کچه د مغز د خړ نسج (Gray Matter) له زیات حجم سره تړاو لري.
- خړ نسج د حافظې، حرکت او احساساتو د تنظیم لپاره مهم رول لري.
- په هغو کسانو کې، چې د ویټامین سي اندازه یې لوړه وي، د DMN شبکې اړیکې هم پیاوړې وې.
که څه هم دا څېړنه یوازې په یوه وخت کې ترسره شوې او نه شي ثابتولی چې ویټامین سي په مستقیم ډول د مغز دغه بدلونونه رامنځته کوي، خو پایلې یې دا احتمال پیاوړی کوي چې ویټامین سي د مغز د روغتیا په ساتنه کې مرسته کوي او ښايي د عقل زوال (ډیمنشیا) د خطر په کمولو کې هم رول ولري.
د څېړونکو نظر
د هیروساکي پوهنتون د رادیولوژۍ متخصص توموهیرو شینتاکو وایي:
“دا موندنه یو په زړه پورې احتمال رامنځته کوي چې له ویټامین سي بډایه خواړه ښايي د مغز د روغتیا په ساتنه او د عمر له زیاتېدو سره د ذهني کمزورۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.”
د مغز مهمه شبکه
د DMN شبکه د مغز څو مهمې سیمې سره نښلوي، چې له هغې ډلې:
- د مغز مخکینۍ برخه، چې د خطر، وېرې او احساساتو په پروسس کې رول لري؛
- د مغز مرکزي برخه، چې له حافظې او حرکتي کنټرول سره تړاو لري.
دا شبکه د ځان پېژندنې، د راتلونکي په اړه د فکر کولو، د یادونو د تنظیم او د پام د کنټرول په څېر په مهمو ذهني فعالیتونو کې برخه لري.
پخوانیو څېړنو ښودلې چې د الزایمر (هېره)، پارکنسن (رېږد) او خپګان ناروغان عموماً کمزورې او لږې نښلېدلې DMN شبکې لري.
لا ډېرو څېړنو ته اړتیا شته
څېړونکو د عمر، جنسیت، لوړ فشار او نورو روغتیايي عواملو اغېز هم په پام کې نیولی و، خو وایي چې لا هم اوږدمهاله څېړنو ته اړتیا ده څو دا معلومه شي چې دغه اړیکې په نورو هېوادونو او عمرونو کې هم همداسې دي که نه.
ویټامین سي له کومو خوړو ترلاسه کولی شو؟
ویټامین سي یوازې په مالټو کې نه موندل کېږي، بلکې په ګڼو نورو مېوو او سبزیو کې هم شته، لکه:
- مالټې او لېمو
- کینو او نارنج
- کیوي
- توتان
- مرچ
- رومي بانجڼ
- بروکولي
- پالک او نور شنه سابه
څېړونکي وایي چې که څه هم د ویټامین سي او د مغز د روغتیا ترمنځ د اړیکې د ثابتولو لپاره لا نورو څېړنو ته اړتیا ده، خو دا موندنې یو ځل بیا د متوازنو او سالمو خوړو د رژیم اهمیت په ګوته کوي.
د دې څېړنې پایلې په PLOS One علمي مجله کې خپرې شوې دي.
(۱) انتياکسیدنټونه (Antioxidants) هغه طبیعي یا جوړ شوي مرکبات دي چې د انسان د بدن حجرې د زیانمنو مالیکولونو (چې ازاد راډیکالونه یا Free Radicals ورته ویل کېږي) له زیان څخه ساتي. کله چې په بدن کې د ازادو راډیکالونو کچه لوړه شي، دا د اکسیډیټیو سټریس (Oxidative Stress) سبب کېږي، چې حجرو ته زیان رسوي او د سرطان، زړه ناروغیو، او ژر زړښت لامل کېدای شي.