تاند (شنبه، د غبرګولي/ جوزا ۳۰ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن (شنبه) د هند له ملي لوبډلې سره په درېیمه پنځوس اوره سیالۍ کې مخامخ کېږي.
افغانستان د هند په کوربه توب د درو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ دوې سیالۍ مخکې پر کوربه ټیم بایللي دي.
له دې سره هممهاله د افغانستان الف یا ابدالیانو لوبډلې، د هند او سریلانکا له لوبډلو سره سیالۍ پای ته ورسولې.
پرون د افغانستان ابدالیان لوبډلې د ۱۰۳ منډو په توپیر وروستۍ مسابقه د سریلانکا پر لوبډلې وبایلله.
سریلانکا ۳۲۲ منډې کړې وې او ۸ لوبغاړي یې سوځېدلي وو خو د افغانستان ټیم یوازې ۲۱۹ منډې وکړای شوې.
د افغانستان الف لوبډلې ته پرانیستګر لوبغاړي حسن عیسي خېل ۷۴ منډې وکړې. همداراز بهیر شاه ۳۵ او فرمان الله ۴۳ منډې وکړې. نور لوبغاړي یا په صفر او یا په لږ منډو وسوځېدل. فرمان الله په توپ اچونه کې هم ښه وځلېد. ده د سیال ټیم ۳ لوبغاړی وسوځول.
په توپ اچونکو کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېر ویکټونه فریدون داوودزي واخیستل. ده د سریلانکا د الف لوبډلې ۴ لوبغاړي وسوځول.