Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان د مرکزي اسیا د نړیوال صنعتي نندارتون غړی شو

افغانستان د مرکزي اسیا د نړیوال صنعتي نندارتون غړی شو

تاند ( سې شنبه د غویي – ثور لومړۍ) د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ازبکستان د پانګونې او سوداګرۍ وزیر او د قرغیزستان د اقتصاد او سوداګرۍ مرستیال ترمنځ درې اړخیزه غونډه کې د ټرانزیټ اسانتیاو، سوداګرۍ پراختیا او د افغان صادراتو پر زیاتوالي خبرې وشوې.

د طالبانو د یاد وزارت خبرپاڼه وايي، په دغه غونډه کې د ګډ کاري ګروپ پر جوړېدو هم هوکړه وشوه.

همدارنګه، په INNOPROM Central Asia نندارتون کې د افغانستان د غړیتوب موضوع هم وڅېړل شوه، چې له دې سره به افغان صنعتي شرکتونه وکولای شي خپل تولیدات په نړیواله کچه نندارې ته وړاندې کړي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې په فاریاب کې د افغان-ازبک ګډ بڼ د جوړېدو چارې پر ۳۰۰ جریبه ځمکه پیلېږي، چې موخه یې د کرنې په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پیاوړتیا ده.

د ازبکستان د کرنې وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوي خان‌چارباغ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د پروژې له بهیر لیدنه وکړه او د نیالګیو کېنولو د ژر پیل لارښوونه یې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله د سندرو جوړول

تاند - مصنوعي ځیرکتیا (AI) په وروستیو کلونو کې د موسیقۍ نړۍ ته نوې بڼه ورکړې ده. اوس داسې سیستمونه رامنځته شوي چې کولی...