تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پاکستان د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې رباب او د «آدم خان او درخانۍ» کیسه د افغانستان د کلتوري میراث برخه ده، نه د پاکستان.
کرزي دا څرګندونې وروسته له هغه په خپله ایکسپاڼه کې خپرې کړې چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د نړیوال میراث ورځې (د اپرېل ۱۸مه) په مناسبت په خپل پیغام کې دا عناصر د پاکستان د کلتوري هویت برخه بللي وو.
د افغانستان پر تاریخي میراق د زرداري دعوه
زرداري په خپل پیغام کې، پاکستان د لرغونو تمدنونو څلورلارې بللې وه او د سند وادي تمدن، مغولي دورې او ګندهارا سیمې یادونه یې کړې وه، چې ګواکې د پاکستان د ملي هویت بنسټ جوړوي.
خو کرزي دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې د ننني شمالي هند او پاکستان تمدنونه په اصل کې د افغانستان د تاریخي تمدن دوام دی.
«لرغونې آریانا» ته اشاره
کرزي زیاته کړه چې ګندهارا او د هغه تاریخي هویت د «لرغونې آریانا» برخه وه—هغه سیمه چې د ده په وینا له بامیان څخه تر اباسین پورې غځېدلې وه.
د رباب او فولکلور موضوع
د پاکستان ولسمشر په خپل پیغام کې د فولکلوري کیسو، لکه د آدم خان او درخانۍ، او همداراز د رباب یادونه کړې وه.
خو کرزي ټینګار وکړ چې دا دواړه د افغانستان کلتوري شتمنۍ دي. هغه وویل چې رباب، چې د «کابلي رباب» په نوم هم پېژندل کېږي، د افغاني موسیقۍ یوه دودیزه آله ده او په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو له خوا د افغانستان د کلتوري میراث په توګه هم ثبت شوې ده.
سیمهییز حساسیتونه
دا لفظي تبادله ښيي چې په سیمه کې د ګډ تاریخي او کلتوري میراث پر سر حساسیتونه لا هم ژور دي، په ځانګړي ډول هغه میراث چې د نننیو ملي پولو نه وړاندې زمانو ته ورګرځي.
زرداري په خپل پیغام کې د کلتوري میراث ساتنه د ملي هویت او اقتصادي ودې لپاره مهمه بللې، خو کرزي ټینګار کړی چې دغه تاریخي او کلتوري ارزښتونه د افغانستان له تمدني حوزې څخه سرچینه اخلي.
د حامد کرزي بشپړ پوست:
د پاکستان د درانه ولسمشر، اصف علي زرداري، له لوري په دې وروستیو کې ادعا شوې چې د ګندهارا تمدن له هغو تمدنونو څخه دی چې د پاکستان ملي هویت پرې تعریفېږي، او همداراز یې د «آدم خان–درخانۍ» کیسه او رباب د خپل ناملموس کلتوري میراث برخه بللي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د تاریخ له مخې، د ګندهارا تمدن په لرغونې آریانا پورې اړه لري، چې له بامیان څخه ت د سند تر حوزې پورې غځېدلی و. په حقیقت کې، د ننني شمالي هند او پاکستان تمدن د اوسني افغانستان د تمدن دوام بلل کېږي.
همداراز، د پاکستان د ولسمشر د ادعا برعکس، د «آدم خان او درخانۍ» د مینې کیسه او رباب، د بېلابېلو سرچینو له مخې، لکه د «ملي هېنداره» پخوانی کتاب، د کابل د شاهي دورې راپورونه او معاصرې معلوماتي وېبپاڼې، زموږ د ناملموس کلتوري میراث برخه ده. رباب، چې د «کابلي رباب» په نوم هم پېژندل کېږي، د افغانستان د موسیقۍ له دوو دودیزو آلو څخه یو دی (د زیر بغلي تر څنګ).
همدارنګه، د ملګرو ملتونو علمي او کلتوري سازمان UNESCO په ۲۰۲۴ کال کې د رباب د جوړولو هنر د افغانستان (او د هغه د ځینو شمالي او لوېدیځو ګاونډیو) د کلتوري میراث په توګه په رسمیت پېژندلی دی.