Homeخبرونهتېر کال ۸ زره کډوال د مهاحرت په لاره کې بې درکه...

تېر کال ۸ زره کډوال د مهاحرت په لاره کې بې درکه شوي

تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د کډوالۍ د نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۵ کال کې نژدې ۸ زره کډوال په ټوله نړۍ کې خوندي ځای ته د رسېدو یا د ښه ژوند د موندلو په هڅه کې مړه شوي یا ورک شوي دي.

د دې ادارې د بشري مرستو او بیا رغونې د څانګې مشرې ماریا مویتا Maria Moita په جنیوا کې خبریالانو ته وویل چې دا شمېرې د نړیوال وضعیت د لا خرابېدو ښکارندويي کوي.

هغې زیاته کړه: «په اسیا کې تر بل هر وخت ډېر مرګونه ثبت شوي، چې پکې سلګونه روهینګیایان او افغان کډوال هم شامل دي.»

لارې بدلې شوې، خو خطرونه زیات شوي

د نوموړې په وینا، د کډوالۍ فشارونه کم شوي نه دي، خو لارې بدلې شوې دي. دا بدلون د جګړو، اقلیمي بدلونونو، د کار اړتیاوو او د حکومتونو د پالیسیو له امله رامنځته شوي.

هغې وویل: «اوس هغه څه وینو چې لارې بدلې شوې دي. ځینې پخوانۍ لارې کمې کارول کېږي، خو سفرونه اوږده، ټوټه‌ټوټه او ډېر خطرناک شوي دي.»

حقیقي شمېرې ښايي تر دې هم لوړې وي

د دې ادارې یوې بلې استازې اندریا ګارشیا Andrea Garcia ویلي چې که څه هم د ۲۰۲۵ شمېرې د ۲۰۲۴ کال (۹۱۹۷ مرګونو) پرتله لږ ښکاري، خو دا لازماً د مرګونو کمښت نه ښيي.

د هغې په وینا، د معلوماتو کمښت او د ډېرو پېښو د تایید ستونزې د دې لامل شوي چې اصلي شمېرې ثبت نه شي.

ګارسیا زیاته کړه چې شاوخوا ۱۵۰۰ نورې پېښې هم شته چې ادارې یې اټکل کوي، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له امله په رسمي شمېر کې نه دي شاملې شوې.

تر ټولو خطرناکې لارې

د IOM په وینا، د مرکزي مدیترانې سمندرګي لاره لا هم د کډوالو لپاره تر ټولو مرګونې ده، په داسې حال کې چې د بنګال خلیج په سیمه کې د مرګونو شمېر د درېیم پرله‌پسې کال لپاره زیات شوی دی.

همداراز، هغه ځمکنۍ لارې چې افغانان پرې له افغانستانه وځي، په نړۍ کې د مهاجرت تر ټولو په خطرناکې لارې بلل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دا زما د ژوند کیسه ده | لعل پاچا ازمون

 (څلورم ټوک ـ ناچاپ) د ټاکنو بهیر برخه د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ ټاکنې په ۲۰۰۹ کال کې ما د امریکا غږ راډیو ګز و ګام کوله،...