Homeخبرونهلاوروف: د افغانستان وضعیت او د منځني ختیځ کړکېچ پر سیمه پراخ...

لاوروف: د افغانستان وضعیت او د منځني ختیځ کړکېچ پر سیمه پراخ اغېز لري

د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف، وايي، د افغانستان وضعیت او د منځني ختیځ روان کړکېچ نه یوازې پر نژدې سیمو، بلکې پر ټولې سیمې، په ځانګړي ډول پر منځنۍ اسیا اغېز کوي.

هغه د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د پارلماني شورا په غونډه کې وویل چې د افغانستان د شاوخوا سیمو بې‌ثباتي، له فارس خلیج سره د کړکېچ تر څنګ، د قفقاز، منځنۍ اسیا او د کسپین سمندرګي سیمو امنیت هم اغېزمن کړی دی.

د ګواښونو زیاتوالی او د مبارزې دوام

لاوروف زیاته کړه: «په اوراسیا کې ګواښونه مخ پر زیاتېدو دي او لا ډېرو هڅو ته اړتیا ده. هغه هېوادونه چې د جګړې او تاوتریخوالي له لارې د برلاسۍ هڅه کوي، نوي ګواښونه رامنځته کوي.»

د هغه په خبره، په افغانستان کې د ترهګرۍ او د نشه‌يي توکو د قاچاق پر ضد مبارزه لا هم روانه ده—هغه دوه مسلې چې روسیه یې له جدي اندېښنو څخه بولي.

د امنیتي همکارۍ پراخول

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې مسکو به له خپلو متحدانو سره د ډله ییز امنیتي تړون سازمان په چوکاټ کې د نړیوال امنیت د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې زیاتې کړي.

روسیې د روان میلادي کال له جنورۍ راهیسې د دې سازمان مشري پر غاړه لري، او د لاوروف په وینا، دا هېواد به د ګډو امنیتي ګواښونو پر وړاندې د همغږۍ او همکارۍ کچه لا لوړه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...