تاند (سې شنبه، د غويي/ ثور لومړۍ) د اسوشیټېډ پریس د راپور له مخې، امریکايي چارواکو د هغه کس څخه پوښتنې کړي دي چې د ۲۰۲۱ کال د کابل د نړیوال هوايي ډګر په ځانمرګي برید کې د لاس لرلو په تور نیول شوی، خو ویل کېږي ښايي «ناسم کس» نیول شوی وي.
راپور وایي، دغه کس محمد شریفالله نومېږي او تور پرې لګېدلی چې د داعش خراسان څانګې غړی دی او د بریدګر لپاره یې د هوايي ډګر مسیر څارلی و.
خو د هغه مدافع وکیل دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې شریفالله په دې برید کې هېڅ رول نه درلود او هغه اعترافونه چې ترې اخیستل شوي، ناسم او تر فشار لاندې شوي دي.
د هغه وکیل، جرمي کامنز، د محکمې په لومړنیو څرګندونو کې ویلي: «د امریکا حکومت اشتباه کس نیولی دی، او همدې ته په کتو موږ ویاړو چې د محمد شریفالله دفاع کوو.»
خونړی برید او درنې مرګژوبلې
د کابل هوايي ډګر دغه برید د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وشو، چې پکې شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل شول؛ له دې ډلې ۱۳ امریکايي سرتېري او نژدې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي شامل وو. د برید مسوولیت داعش خراسان ډلې پر غاړه اخیستی و.
د څارنوال ادعاوې
د امریکا د عدلیې وزارت څارنوال، جان ګیبس، ویلي چې شریفالله، چې د «جعفر» په نوم هم پېژندل کېږي، له یوه خبریال سره د امریکایانو د وژلو په اړه خبرې کړې وې.
د هغه په وینا، شریفالله ویلي و: «زما یوازینی احساس دا و چې صلیبیان ونیسم او ووژنم.»
همداراز ویل شوي چې نوموړي د ایفبيآی مأمورینو ته اعتراف کړی چې په شاوخوا ۲۰۱۶ کال کې د داعش له خراسان څانګې سره یوځای شوی و، خو د کابل هوايي ډګر د برید د پلان جوړونې رول یې رد کړی دی.
د نیول کېدو مخینه
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې په خپله کالنۍ وینا کې ویلي و چې شریفالله د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې نیول شوی دی.
دا قضیه لا هم تر څېړنې لاندې ده او د تورونو او دفاع ترمنځ اختلافونه دوام لري.