تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) د پاکستان، افغانستان او چین چارواکو د چهارشنبې په ورځ د چین په ارومچي ښار کې د درېاړخیز میکانېزم تر چوکاټ لاندې غونډه وکړه.
د دې غونډې په اړه پرون ځینو پاکستاني رسنیو ویلي و چې بې نتیجې پای ته ورسېده. خو ډان او څو نورو پاکستاني ورځپاڼو ویلي چې دا غونډه د دوو هیوادونو په اړیکو کې یو پرمختګ دی.
وروسته له هغه چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه پر افغانستان بې دلیله بریدونه وکړل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک تماسونه تر ډېره درېدلې وو.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، ډان ورځپاڼې ته ویلي چې دا غونډه په بشپړه معنا د منځګړیتوب هڅه نه وه.
هغه زیاته کړه چې غونډه د وروستي تاوتریخوالي په اړه د نظرونو د تبادلې لپاره وه، او د کومې مهمې پایلې تمه ترې نه کېده، خو باور دا و چې چین د باور جوړونې اقداماتو لکه د سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو لپاره هڅې کوي.
دا په داسي حال کې ده چې تر اقتصادي فشار لاندې پاکستان د افغانستان د لارو د بندېدو له کبله له لا نور فشار سره مخامخ شوی دی.
په چین کې د افغانستان او پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې
د سیمې بدلېدونکی وضعیت، او د امنیتي اندېښنو او اقتصادي لومړیتوبونو ترمنځ توازن هم د خبرو برخه وه.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې پر اساس، ډیپلوماتیکو سرچینو ویلي چې د پاکستان په اجنډا کې دا هم شامل و چې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو په اړه خپلې اندېښنې بیا تکرار کړي.
د افغان طالبانو استازو، سره له دې چې د دې اندېښنو د حل لپاره چمتووالی ښود، ټینګار وکړ چې د پاکستان دننه د TTP فعالیتونه د دوی مستقیم مسوولیت نه دی.
راپورونه وايي چې پاکستان له افغانستانه غواړي چې د دیورند کرښې پورې خوا ته، یعني په خیبر پښتونخوا کې د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې برخه واخلي او همداراز د ټي ټي پي پرضد فتوا صادره کړي.
د باور جوړونې اقدامات او د تاوتریخوالي کمول هم د خبرو مهمه برخه وه. ویل کېږي چې پاکستان د سوداګرۍ د بیا پیل او له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره نرمښت ښودلی دی.
دا په داسي حال کې ده چې افغانستان ویلي، تر څو چې پاکستان کلک تضمین ورنه کړي چې بیا به په هیڅ پلمه سوداګري لارې نه بندوي، له پاکستان سره سوداګري بیا نه پیلوي.
ډان ورځپاڼه وايي، یوه پاکستانی چارواکي ویلي چې دا هڅه وه څو تاوتریخوالی کنټرول شي او په عین حال کې د اقتصادي همکاریو فرصتونه هم وکارول شي، که څه هم اساسي امنیتي اختلافات لا هم پاتې دي.
یوه بل چارواکي ویلي چې بیجینګ له اسحاق ډار (د پاکستان مرستیال صدراعظم او باندنیو چارو وزیر) څخه وغوښتل چې په دې بهیر کې برخه واخلي.
د ده په وینا، افغان لوري دا ځل عملي چمتووالی ښودلی او منلې یې ده چې د پاکستان او چین د مهمو غوښتنو په اړه د تایید وړ میکانېزم باندې خبرې وکړي.
د افغان پلاوي غړي د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو او همداراز د افغانستان د استخباراتو عمومي ریاست چارواکي وو.
د افغانستان او پاکستان استازي د چین په ارومچي کې پر اوربند خبرې کوي