تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ نن (چهارشنبې) درېاړخیزه مهمه غونډه چې د چین په ارومچي کې ترسره شوې وه، بې له کومې مهمې پایلې پای ته ورسېده او دا یې وښوده چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ لا هم ژور اختلافات او تاوتریخوالی شته.
دا خبرې له هغې وروسته لومړنی مهم ډیپلوماتیک تماس و، چې پاکستان د فبرورۍ په ۲۶مه پر افغانستان یرغل پیل کړ، هغه بریدونه چې د دواړو هېوادونو اړیکې یې سختې خرابې کړې.
پاکستاني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په قول ویلي، که څه هم دا غونډه بې پایلې وه، خو لږ تر لږه یې د خبرو اترو لارې بېرته پرانیستې. چین یو ځل بیا ټینګار وکړ چې غواړي له دواړو خواوو سره اړیکه وساتي او د سیمې د ثبات لپاره رول ولوبوي.
د معلوماتو له مخې، دا غونډه د رسمي منځګړیتوب پر اساس نه وه، بلکې هدف یې د امنیتي اندېښنو په اړه د نظرونو تبادله وه. په خبرو کې تر ډېره د دې توازن موندلو ته پام شوی چې څنګه د وسلوالو ستونزه حل شي او په عین حال کې اقتصادي همکاري وساتل شي.
اسلاماباد یو ځل بیا د ټي ټي پي د خوندي پټنځایونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دا ډله په افغانستان کې دېره ده.
خو د کابل استازو، سره له دې چې د خبرو لپاره یې چمتووالی ښود، ټینګار وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان د پولې پورې غاړې فعالیتونه د دوی مستقیم مسوولیت نه دی.
د پاکستاني رسنۍ له دې خبرې داسي ښکاري چې پاکستان یو وار بیا دا غوښتنه کړې چې افغان ځواکونه دې د دیورند کرښې پورې خوا ته (خیبرپښتونخوا) د ټي ټي پي پر ضد په جګړه کې برخه واخلي.