Homeخبرونهپر کونړ د پاکستان تازه بریدونو ۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

پر کونړ د پاکستان تازه بریدونو ۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۲مه) د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو ګولۍ پر ولسي کورنو لګېدلي چې، له امله یې ۹ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ ولایتي روغتون سرچینو رسنیو ته ویلي چې، تر دې دمه یوازې ۶ ټپیان او د یوه ماشوم په ګډون ۲ جسدونه ور وړل شوي دي.

ځایي خلکو او خبریالانو ویلي چې، دغه بریدونه ماښام پنځه بجې شوي چې، له امله یې یو شمېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.

پاکستان تر اوسه د دغو تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان مرکچي پلاوي ترمنځ په چین کې د کړکېچ پای ته رسولو په تړاو خبرې بې نتیجې پایته رسېدلي دي.

په چین کې د افغانستان او پاکستان خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې

له تېرو څو اونیو راهیسي، د ډیورنډ کرښې له پاکستانۍ لوري پر افغان خاوره د توپونو بریدونه کېږي چې تر ټولو ډېر زیان یې ولسي خلکو ته اړولی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب