تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د ایران له لوري د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیل د تېرو دوو اوونیو په پرتله زیات توغندي وویشتل شول.
د اسرائیلي رسنیو د راپورونو له مخې، ایران د چهارشنبې په ورځ (۱۲ وري) د جګړې له پیل (۹ حوت) راهیسې تر ټولو پراخ توغندويي برید وکړ.
د ټایمز آف اسرائیل د راپور او د اسرائیل د پوځ د لومړنیو ارزونو له مخې، ایران د اسراییل مرکزي سیمو ته شاوخوا ۱۰ بالستیک توغندي ویشتي دي.
د ژغورنې ډلې وایي چې د لګېدو راپورونه ارزوي، چې ښايي د توغندیو د پاتې شونو د لوېدو له امله وي.
د اسرائیل د بیړنیو خدماتو مرکز ویلي چې د تل ابیب ته نژدې په یوه برید کې ۱۴ کسان، چې یوه ۱۱ کلنه نجلۍ هم پکې شامله ده، ټپیان شوي دي.
په تېرو دوو اوونیو کې د ایران د بریدونو شدت کم شوی و او هره ورځ به له شاوخوا ۱۰ تر ۱۵ توغندي توغول کېدل، حال دا چې د جګړې په لومړۍ ورځ دا شمېر نژدې ۹۰ ته رسېده.
خو ځینې متخصصان وايي چې ایران د جګړې د پیل خلاف لږ توغندي توغوي خو دقیقې نښې ولي.
د چهارشنبې تر ماښام مخکې، ایران پراخ بریدونه نه وو کړي او وروستي بریدونه اکثره یوازې له ۱ تر ۳ توغندیو پورې محدود وو.
د اسرائیل پوځ په وینا، ډېری توغندي د هوايي دفاعي سیستمونو له خوا شنډ شوي دي.
د ایران د هر توغندي شنډول اسراییل تر له یو نیم تر دوه میلیون ډالرو پورې لګښت لري.
د اسراییل پوځ وايي ځینې توغندي پر خلاصو سیمو لګېدلي او یو توغندی چې ښايي خوشهیي سرګلوله یې لرله، په مرکزي اسرائیل کې کوچني بمونه خپاره کړي دي.
په همدې حال کې، فارس خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نژدې دی، د یوې خبرې پوځي سرچینې له قوله لیکلي چې د چهارشنبې د ماښام تر ۵ بجو پورې د ایران د توغندیو شمېر د دوشنبې او سېشنبې پرتله دوه برابره وو.
د دې سرچینې په وینا، د ایران بریدونه یوازې اسرائیل نه، بلکې د عراق شمالي سیمې او په سیمه کې د امریکا ګڼې پوځي اډې هم رانغاړي.
د هغه په ادعا، د نن ورځې بریدونو شاوخوا ۸۰ زره مربع کیلومتره ساحه پوښلې چې د عملیاتو او معلوماتي پراخوالي له پلوه ډېره لویه او مهمه بلل کېږي.