Home+های‌نان ازاد سوداګریز بندر،د چین بریالۍ اقتصادي پروژه

های‌نان ازاد سوداګریز بندر،د چین بریالۍ اقتصادي پروژه

 ازاد خبریال او د سیاسي چارو شنوونکی اندېښمن ځاځی

د چین له لوري د های‌نان ازاد سوداګریز بندر د پرانیستې له سل ورځو تېرېدو سره، دا پروژه د نړیوال اقتصاد په ډګر کې د پام وړ پرمختګونه کړي  او عملي پایلې لري. که څه هم دا موده لنډه ده، خو د چین حکومت د پالیسۍ، زیربناوو او ادارې په برخه کې چټک ګامونه اخیستي دي، چې د دغه  بندر د اوږدمهاله بریالیتوب بنسټ یې لا پیاوړی کړی دی.په دې لنډه موده کې، تر ټولو مهم پرمختګونه  د سوداګرۍ د اسانتیاوو په برخه کې لیدل شوي دي . د ګمرکي سیستمونو ساده کول، د وارداتو او صادراتو لپاره د وخت کمښت، او د مالیاتي امتیازونو عملي کول هغه اقدامات دي، چې پانګوالو ته یې  په دغه بندر کې د پانګونې او  هڅونې ښکاره او ډاډمن پیغام ورکړی دی، په ځانګړې توګه په ځینو توکو، د “صفر تعرفې” پالیسۍ د نړیوالو شرکتونو پام ځانته اړولی دی، چې  په دې کار سره د بندر د رقابت وړتیا لا پسې پیاوړې شوې ده.

په دغه لیکنه کې به د چین های‌نان ازاد سوداګریز بندر  پروژې د شالید او څرنګوالي، ځانګړو ګمرکي عملیاتو او صفر تعرفې،نړېوال اهمیت ، اقتصادي ارزښت  او په دغه بندر کې او د بو او اسیایی فورم ، د جنوبي سمندرګي فرعي فورم او د ګډ کور په نوم لړیز رسینزو فعالیتونو ارزښت ته لنډه کتنه وکړو.

د های‌نان پروژې شالید او څرنګوالی

های‌نان، چې د چین په سوېل کې یو مهم ټاپو دی، د جغرافیایي موقعیت له مخې د اسیا-پسیفیک د سوداګرۍ لپاره یو مهم مرکز ګڼل کېږي. د چین حکومت په دې هڅه کې دی چې دا سیمه د نړیوالو سوداګریزو مرکزونو لکه Hong Kong او Singapore په شان په یو مهم مرکز بدله کړي. دا نوښت په ځانګړي ډول د نړیوالو پانګه‌والو لپاره د اسانه قوانینو، ټیټو مالیاتو، او ساده اداري پروسو له لارې د پام وړ کرځول شوی دی. په دغه بندر کې د صفر تعرفې پالیسي هغه مهمه پالیسي ده چې تر ډېره یې د نړېوالو پانګوالو پام ځان ته را اړولې او په دغه بندر کې یې د نړېوالې پانګونې هڅونه ډېره زیاته پیاوړې کړې ده.

ځانګړي ګمرکي عملیات او صفر تعرفه

د چین حکومت  د دغې  پروژې تر ټولو مهم اړخ د ځانګړو ګمرکي عملیاتو پلي کول دي. دا سیستم د دې اجازه ورکوي چې ډېر وارداتي توکي پرته له تعرفې یاد بندر ته داخل شي . ددغې پالیسۍ اساسي موخه دا ده څو په یاد بندر کې د تولید لګښتونه را کم کړي، صنعتي فعالیتونه زیات او پیاوړي کړي او د صادراتو کچه لا پسې لوړه کړي. دا اقدام په ځانګړي ډول د هغو چیني او نړېوالو شرکتونو لپاره مهم دی چې غواړي نړیوالو بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي.

نړیوال اهمیت او ارزونه

د نړیوالو رسنیو او اقتصادي شنونکو له نظره، د های‌نان پروژه یوازې یو اقتصادي نوښت نه دی، بلکې یو ستراتیژیک ګام هم دی. چین هڅه کوي چې د نړیوالو عرضو  د ځنځیرونو په جوړښت کې مهم رول ولوبوي او په اسیا-پسیفیک سیمه کې خپل نفوذ پراخ کړي.دا پروژه د چین د “لوړې کچې پرانیستې” پالیسۍ یو عملي مثال دی. بیجینګ غواړي د کورني اقتصاد ترڅنګ نړیوالو بازارونو ته هم پراخ لاسرسی ولري او خپل اقتصادي نفوذ زیات کړي. د های‌نان ازاد بندر د دې ستراتیژۍ د ازمایښتي مرکز په توګه کار کوي.های‌نان د ازادې سوداګرۍ د یو پرمختللي ماډل په توګه رامنځته شوی

د های نان موقعیت په سور رنګ ښودل شوی

دی. دا ماډل نه یوازې د سوداګرۍ پر ازادۍ ولاړ دی، بلکې د خدماتو، پانګې او معلوماتو د ازاد جریان لپاره هم مناسب چاپېریال  برابر کړی دی. د ډیجیټلي سیستمونو کارول، لکه هوښیار ګمرکونه او آنلاین اداري خدمات، ادارې شفافیت او چټکتیا زیاتوي، چې دا په نړیوالو معیارونو کې یو مهم اصل بلل کېږي.

 د های‌نان اقتصادي ارزښت

 د های‌نان  ازاد سوداګریز بندر اقتصادي ارزښت په څو اړخونو کې څرګند شوی دی.

 لومړی ـ  دا بندر د چین د کورني اقتصاد د تنوع سبب ګرځي، ځکه چې دا هېواد غواړي خپل اقتصاد له صادراتو څخه د خدماتو او نوښت پر لور بوځي .

 دویم ـ  د بهرنیو پانګونو د جذب په برخه کې مثبتې نښې لیدل کېږي، ځکه  د دغه  بندر فرصتونو  د ګڼ شمېر نړیوالو  شرکتونو پام ځان ته را اړولی دی.

درېیم ـ دا بندر د سیمه‌ایزو اقتصادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا ته لاره هواروي او په دې توګه چین کولی شي چې د اسیا، اورپا او افریقا سره خپلې سوداګریزې اړیکې لا پیسې پیاوړې او پراخې کړي.

همدارنګه، دا بندر د ((کمربند او لارې)) نوښت په چوکاټ کې مهم رول لري، ځکه چې د اسیا، افریقا او اروپا ترمنځ د سوداګریزو لارو یو مهم مرکز ګرځي. د دې بندر ستراتیژیک موقعیت د دې سبب کېږي چې د نړیوالو اکمالاتي ځنځیرونو یوه مهمه کړۍ وګرځي.

په سیمه‌ییزه کچه، د جنوب ختیځې اسیا هېوادونه له دې بندر څخه ګټه پورته کولی شي. د سوداګرۍ اسانتیاوې، د ترانسپورت ښه والی، او د پانګونې فرصتونه د دې سبب کېږي چې سیمه‌ ایزه  اقتصادي همکاري لا پیاوړې شي. دا کار نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې د سیاسي ثبات لپاره هم مثبت اغېز درلودلی شي .

په های‌نان کې د بو او اسیایي فورم د ترسره کېدو ارزښت

ددغه بندر ارزښت ته په کتو سږ کال د بو او اسیایی فورم ، د جنوبي سمندرګي فرغي فورم او د ګډ کور په نوم لړیز رسینزې فعالیتونه هم د چین های‌نان بندر کې تر سره شول. ددغو پورته فورمونو او رسنیزو فعالیتونو کوربه توب د جین سي اېم جي ( د چینې ژبې خپرندویه مرکز) کاوه، چې د روان کال د مارچ میاشتې په ۲۷ پیل او د همدې میاشتې په ۲۸ نېټه پای ته ورسېد. په دغه رسنیزو فعالیتونو کې د چین ، بریتانیا، اندونیزیا، مالیزیا، فیلیپین او سینګاپور هېوادونو څخه ګڼو کورنیو او بهرنیو کارپوهانو ګډون کړی وو. خو پوښتنه دا ده چې دا رسنیز فعالیتونه له کله پیل شوي او پر  کومو مهمو موضوعاتو بحث کوي؟

د اسیایي هېوادونو لپاره د بو او اسایی فورم رامنځته کېدل د ۲۱مې پېړۍ په پیل کې د دې اړتیا له احساسه سرچینه اخلي چې اسیايي هېوادونه باید د نړیوال اقتصاد او سیاست په ډګر کې خپل غږ لا منظم او اغېزناک کړي. دا فورم په ۲۰۰۱ کال کې د څو اسیايي هېوادونو په نوښت جوړ شو او مرکزي دفتر یې د Boao په سیمه کې دی. له هماغه وخته راهیسې، دا فورم د “اسیايي ډیالوګ” په نوم یو مهم پلیټفارم ګرځېدلی چې د World Economic Forum  ته ورته رول په اسیا کې ادا کوي.

په نړیوالو رسنیو کې د تحلیلونو له مخې، د بو او اسیا فورم جوړېدل د دې ښکارندویي کوي چې اسیا نور یوازې د اقتصادي ودې سیمه نه ده، بلکې غواړي د نړیوالو پرېکړو په بهیر کې فعاله ونډه واخلي او دا ځل د چین په های‌نان بندر کې ددغو رسنیزو فعالیتونو جوړېدل د های‌نان ازاد سوداګزیز فورم ارزښت او اهمیت په ډاګه کوي.  دا فورم هر کال د دولتونو مشران، د نړیوالو سازمانونو استازي، سوداګر، پانګه‌وال او د رسنیو استازي سره راټولوي، څو د اقتصاد، ټکنالوژۍ، چاپېریال او امنیت په اړه پر مهمو موضوعاتو بحث وکړي.

د جنوبي سمندرګي فرعي فورمونه، چې د همدې چوکاټ برخه ده ، په ځانګړي ډول د سیمه‌ایزه شخړو، سمندري لارو د خوندیتوب او جیوپولیټیکو سیالیو پر مسایلو تمرکز کوي. نړیوالې رسنۍ دا ډول ناستې د باور جوړونې او د کړکېچونو د کمولو لپاره مهم ګامونه بولي، ځکه چې د مخامخ خبرو اترو له لارې د غلط فهمیو د کمېدو امکان زیاتېږي.

سربېره پر دې، د “ګډ کور” تر سرلیک لاندې رسنیز فعالیتونه هغه مفکوره پیاوړې کوي چې نړۍ باید د ګډو ګټو، څو اړخیزې همکارۍ او متقابل احترام پر بنسټ پر مخ ولاړه شي. دا مفهوم په ځانګړي ډول د نړیوالو رسنیو له خوا د داسې هڅو په توګه ارزول کېږي چې د وېش پر ځای یووالي ته لومړیتوب ورکوي.

په ټوله کې، د بو او اسیا فورم او ورته فرعي غونډې د اسیا د مخ پر ودې رول څرګندونه کوي. نړیوال تحلیلونه دا فورم د داسې یو مهم ډیپلوماټیک او اقتصادي پل په توګه یادوي چې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ د نظرونو، فرصتونو او همکاریو د نښلولو هڅه کوي.

سږ کال په های‌نان بندر کې د بو او اسیایي فورم تر سره کېدل ځانګړی سمبولیک او عملي ارزښت لري. های‌نان چې د چین د ازادې سوداګرۍ د مهم مرکز په توګه پېژندل کېږي، د اسیا او نړۍ ترمنځ د اقتصادي اړیکو  لپاره د مهمې دروازې رول ادا کوي. په های‌نان بندر کې د یاد فورم تر سره کېدل دا پیغام ورکوي چې سیمه‌ایزه همکاري، سوداګریز اتصال او پرانیستې اقتصادي تګلارې د اسیا د پرمختګ بنسټ جوړوي.

له بلې خوا، های‌نان د سمندري لارو له نظره یو ستراتیژیک موقعیت لري، چې د جنوبي اسیا، ختیځې اسیا او حتی نړیوالو بازارونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول لوبوي په دغه بندر کې  د بو او اسیایي  فورم جوړېدل د دې ښکارندویي کوي چې چین غواړي ددغې سیمې له لارې نړیوالې همکارۍ ته وده ورکړي او د “ګډ پرمختګ” مفکوره عملي بڼه خپله کړي.په ټوله کې، د های‌نان بندر ددغه فورم کوربه توب نه یوازې د اقتصادي فرصتونو نښه ده، بلکې دا هم څرګندوي چې اسیا د نړیوال اتصال او همکارۍ په یوه مهم محور بدلېدونکې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب