تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) رویترز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ (د وري ۱۲ مه) د يوې خبرې سرچينې له قوله راپور ورکړی چې د متحدوايالتونو د ولسمشر مرستيال جيډي ونس، د سېشنبې تر ورځې پورې د ايران د جګړې په اړه له پاکستاني منځګړو سره په اړيکه کې و.
د سرچينې په وينا، ونس په شخصي ډول دا پيغام رسولی چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چمتو دی چې د امريکا د ځينو غوښتنو د منلو په صورت کې اوربند ومني.
ونس يو بل «قاطع» پيغام هم رسولی او خبرداری يې ورکړی چې که تهران موافقې ته غاړه کښېنږدي، نو د دغه هیواد پر بنسټيزو تاسيساتو به فشارونه نور هم زيات شي.
سرچينې زياته کړې چې پاکستان د متحدو ايالتونو او ایران ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.
د رویترز د راپور له مخې، ونس هڅه کوي هغه جګړه پای ته ورسوي چې اوس پنځمې اوونۍ ته داخله شوې ده او په دې برخه کې يې فعال رول اخيستی دی.
هغه چې د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د ټرمپ د احتمالي ځایناستو له ډلې ګڼل کېږي، د دې جګړې په اړه محتاط دریځ غوره کړی، چې دا په بهر کې د اوږدو جګړو په اړه د هغه پخوانۍ اندېښنې ښيي.
د سرچينې په وينا، هغه ټيم چې ټرمپ د مذاکره کوونکو په توګه ياد کړی، پکې جيډي ونس، مارکو روبیو (د بهرنيو چارو وزير)، او امريکايي استازي سټيو ويټکاف او جرد کوشنر شامل دي.
ډونالډ ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې امريکا به د ايران بنسټيز تاسيسات په نښه کړي، خو له تهران سره د هوکړې لپاره يې دا ډول بريدونه، په ځانګړي ډول د ایران د برېښنا پر شبکې، د اپرېل تر شپږمې پورې ځنډولي دي.