Homeمقالېد افغانستان شخړې او دوښمن ته ولي روښانه تعریف نسته؟

د افغانستان شخړې او دوښمن ته ولي روښانه تعریف نسته؟

احمدشاه انګار

‏افغانستان کي ۵۰ کاله کیږي، جګړه روانه ده، په دې جګړه کي ملیونونه افغانان وژل سوي او درې دولتونه چپه سوي او میلیونونه افغانان کډوال سوي. خو پس له ۵۰ کالو بیا هم د دې جګړې لپاره روښانه تعریف وجود نه لري او اکثریت سیاستمداران بېلابېل تعریفونه وړاندې کوي او د دولتونو د چپه کېدو اساسي لامل هم د دغو مبهمو پالیسیو جوړېدل دي.

‏د افغانستان په ولسمشرانو کي یوازي دوو ولسمشرانو دې شخړې ته روښانه دریځ او پالیسي لرله، چې یو جمهور رئیس شهید سردار داؤد خان و او بل جمهور رئیس شهید ډاکتر نجیب الله، چې دواړو ولسمشرانو خپل دغه تعریف د افغان نشنلیزم څخه اخیستی وو، چې روښانه يې ملي منافع تعریف کړې وې.

‏د دغه تعریف پر اساس روښانه دغه تعریفونه بیان سوي وه، چې دا شخړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ده.

‏د پاکستان څخه راغلي ډلې او افکار د پاکستان د استخباراتو کسان او استازي دي.

‏دا ډلې او د دوی افکار د افغانستان دښمنان دي او باید وځپل سي.

‏ولسمشر داؤد خان په همدې دلیل مخامخ د پاکستان د ولسمشر مارشال ایوب خان او د پاکستان د دولت سره د قوي دریځ مذاکرات وکړل او یو ډول ضمني جوړجاړي ته ورسېدل، چې دا یو معقول سیاست وو او دواړو دولتونو یو د بل پر ضد متخاصم سیاستونه بند کړل، چې دغه پروسه شوروي اتحاد د خپل لاسپوڅو خلق دیموکراتیک ګوند په توسط سبوتاژ کړه او ولسمشر داؤد خان يې د ټول فامیل سره شهید کړ او دې کار بېرته پاکستان ته طلایي فرصت په لاس ورکړ او خپل نیابتي ډلې يې د مجاهد تر نامه لاندې پر افغانستان را مارش کړې.

‏د هغه وروسته ولسمشر نجیب الله هم بیا دغه شخړې ته او په خاص ډول دښمن ته روښانه تعریف وړاندې کړ، هغه مجاهدین د ای ایس ای ملیشه بلل او دا شخړه يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ګڼله، چې همدا د ولسمشر نجیب الله دریځ د پاکستان سره د تقابل په برخه کي د افغانستان نظامي دوکتورین  او ستراتیژیک فرهنګ بلل کیږي.

‏خو هغه هېڅکله د خپل دغه فکر د پلي کېدو لپاره عملي ګامونه وانخیستل، هغه بیا هم د مجاهدینو سره د افغانستان په داخل کي جنګېده، حال دا چې ښه پوهېده چې اصلي دښمن د پاکستان دولت دی. ولسمشر نجیب کافي تهاجمي امکانات هم لرل، د دې پر ځای چې پر خوست يې د سکاډ په نوم بالیستیک میزایل وېشتل، ښه دا وه چې دا میزایل يې پر اسلام اباد، لاهور او کراچي او پېنډۍ وېشتلي وای، خو هغه داسي ونه کړل.

‏همدا غلطې ستراتیژۍ د افغان دولت بنسټونه ستړي کړل او وروسته بېخي تر خپل دریځ واوښت. هغه فکر کاوه چې که تعریف بدل کړي، ممکن دا شخړه به حل سي، هغه د ملي پخلاینې تګلاره اعلان کړه او دې کار د افغان دولت مشروعیت ختم کړ او د دښمن ادعا ته يې مشروعیت ورکړ او نتیجه يې دا سوه چې افغان دولت په بشپړ ډول له منځه یووړل سو او افغانستان کورنۍ جګړې ته داخل سو.

‏وروسته د ولسمشر حامد کرزي په وینا افغانستان د پاکستان تر غیر مستقیم اشغال لاندې سو.

‏همدا د ولسمشر نجیب الله ناکامې ستراتیژۍ ته د تېر جمهوریت دواړو ولسمشرانو او سیاستوالو دوام ورکړ، چې که د طالبانو سره جوړجاړي ته ورسېږو او دغه د پاکستان نیابتي ځواک ته افغان هویت ورکړو، په دې کار سره به طالبان د پاکستان څخه جلا سي او په ګډه به د پاکستان پر ضد ټول افغانان متحد سي.

‏چې دا یو تخیلي او غیر عملي نظر وو. دوی د ډاکتر نجیب د ناکامۍ څخه درس وانخیست او نتیجه بیا همداسي سوه، جمهوریت د سولې پروسه پیل کړه او دغه پالیسي بیا د افغان دولت ادعا او مشروعیت تر سوال لاندې راوست او طالبانو ته يې مشروعیت ورکړ او نتیجه دا شوه چې افغان دولت بیا چپه سو او افغانستان بېرته د پاکستان تر پټ اشغال لاندې راغلی.

‏او هېڅکله يې د دې شخړې اساسي عامل ته پام ونه سو، چې هغه دا دی چې پاکستان افغانستان د ځان لپاره د بقا خطر تعریفوي او پاکستان په اصولو کي د افغانستان لپاره د بقا خطر دی. دا یوه ډېره خطرناکه ضرب صفر لوبه ده او په احساساتي سیاستونو نه حل کیږي.

‏اوس هم زیات شمېر افغان سیاستوال د ولسمشر غني او ولسمشر کرزي په شمول هماغه د ولسمشر نجیب د ملي پخلاینې ستراتیژي تعقیبوي او دغه فکر ورځ په ورځ افغانستان نور هم بحران ته ننباسي.

‏د تېر جمهوریت څخه یوازي دوه مخور سیاستمداران دي چې نسبتاً روښانه تعریف لري، چې یو امرالله صالح دی او بل فضل محمود فضلي دي. د دواړو د نظریاتو څخه ښکاري چې افغان نشنلیزم ته ژمن دي.

‏امرالله صالح دریځ ډېر روښانه او معقول دی، خو د فضلي صاحب په نظریاتو کي نواقص ښکاري.

‏نن يې د ایکس په یوه سپیس کي د کابل پاډکاسټ په نوم د یو مستعار اکاونټ سره بحث لاره. هلته د خپلو خبرو په جریان کي طالبانو یا اسلامي امارت ته نامشروع حاکمیت خطاب وکړ.

‏چې دا اصطلاح په ذات کي د ابهام اساسي لامل دی.

‏که فضلي طالبان نامشروع حاکمیت ګڼي، نو په اصولو کي دا سازمان یا حرکت افغان حرکت بولي او دا شخړه هم کورنۍ ګڼي، او کله چې دا سازمان مشروعیت د خلکو څخه تر لاسه کړي، نو په هغه صورت کي باید ټول افغانان د دې ډلې ملاتړ وکړو او په پایله کي دا ستونزه حل کیږي.

‏او د فضلي صاحب او ده ته ورته نور سیاستوال د خپلې ادعا لپاره هغه شواهد نظر انداز کوي چې طالبان د ای ایس ای لخوا جوړ سوي او هدف يې د پاکستان د ستراتیژیک عمق رامنځته کول دي څو د افغانستان لخوا د پاکستان د بقا خطر دایمي خنثی کړي او د دې هدف په ترلاسه کولو سره افغانستان له منځه ځي. که اسلامي امارت کورنی مشروعیت خپل کړي، د هغو پرېکړې او سیاستونه مشروعیت اخلي.

‏ایا په دې کار سره افغانان په لوی لاس د خپل هېواد برخلیک دوښمن ته په قانوني توګه نه سپاري؟

‏او که طالبان د پاکستان د استخباراتو تداوم په افغانستان کي وي، لکه څنګه چې شواهد ښيي، نو بیا فضلي صاحب ډول خلک ولي دې نقطې ته پام نه کوي او طالبان د اشغالګرو پر ځای د نامشروع حاکمیت خطاب کوي؟

‏یو بل دریځ هم ځیني سیاستوال مطرح کوي لکه شاه محمود میاخېل او وایي چې مختلفو ګروپونو ته مختلف نومونه منسوبول غلط فکر دی او نتیجه نه لري. مثال، خلقیانو ته د شوروي خلک ویل کېدل او یا مجاهدینو ته اشرار او طالبانو ته پنجابیان ویل، یوازي د جګړې لامل سول او دې جګړې پایله نه لرله.

‏او دوی ادعا لري چې اکثریت دا خلک جمهوریت کي بېرته سره را ټول سول او سوله ییز ژوند يې کاوه.

‏زما پوښتنه دا ده چې که د دې خلکو سره فردي جوړجاړی نتیجه ورکولای، نو جمهوریت باید سوله راوستلې وای، ځکه د ولسمشر کرزي څخه نیولې تر عادي مامور پورې ټول مجاهدین وه او پاکستان ته يې همداسي خدمت کړی وو لکه طالبانو، افغان دولت يې نسکور کړ او ټول نظامي او ملکي تاسیسات يې وران کړل او وسایل يې پر پاکستان د کباړ په بیه وپلورل. نو بیا ولي پاکستان بیا د دې پر ضد طالبان را پورته کړل؟

‏ځکه عامل د شخړې نه دی حل سوی. که نن د طالب سره هر ډول جوړجاړی وسي او فرضاً طالبان لکه مجاهدین ظاهراً د پاکستان سره اړیکې پرې کړي، دا تضمین شته چې پاکستان به بله ډله نه جوړوي؟ او د بلې نیابتي ډلې د جوړېدو د مخنیوي لپاره کومه ستراتیژي شته؟

‏پایله دا ده چې تر هغو چې افغانان پر دغه اساسي مسایلو ډیالوګ ونه کړي او دغه اساسي مسایلو ته معقول جواب پیدا نه کړي، افغانان به د دې شخړې او وینې تویونې په ګرداب کي څرخي او دا ځل دا احتمال موجود دی چې پاکستان د طالب په لاس افغانستان دایمي له منځه یوسي.

‏ویل کیږي چې همدا اوس يې کار پیل کړی، د افغانستان په خاوره کي حایل سیمه جوړه کړي او ممکن افغانستان تجزیه کړي، ځکه د افغانستان وجود د پاکستان وجود ته خطر دی او طالبان د همدې هدف د لاسته راوړلو لپاره جوړ سوي. که د افغانستان سیاستوال همدا دریځ ته دوام ورکړي او طالبانو ته افغان هویت ورکړي، نو ایا  په دې کار کي مسول نه دي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب