تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۲مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سېلابونو،بارانو او غرښویېدو له امله ۱۳ کسان مړه او ژوبل شوي دي.
یاده اازه زیاتوي چې، په یاد شمېر کې ۶ تنه مړه شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې ویاند محمد یوسف حماد زیاتوي چې، دا مرګ ژوبله په کابل، پروان، پنجشېر، کاپیسا، خوست، لوګر، پکتیا، پکتیکا، میدان وردګ، زابل، روزګان، غور، بادغیس، سمنګان، سرپل، فاریاب، بغلان، کنړ، لغمان او بدخشان کي رامنځ ته شوې ده.
د حماد په وینا، د یادو سېلابونو له امله ۵۳۳ کورونه په نیمايي او بشپړ ډول ویجاړ شوي، ۱۳ دوکانونه، ۱۰ کیلومتره سړکونه او ۱۱۲۲ جریبه کرنيزه ځمکه تخریب او زیانمنه شوې ده.
د نوموړي په وینا په دې سره د رواني وري میاشتې له ۶مې تر نن پورې د هیواد په ګوټ، ګوټ کې د ورته پېښو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ۴۸ ته او د ژوبلو ۷۳ ته لوړ شو.
دا خبر داسې مهال خپرېږي چې، بل لورته د اقلیم د بدلون کارپوهانو خبرداری ورکړی چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان لویې برخې سخت او پراخ سېلابونه ګواښي.
د اوبو د سرچینو د مدیریت کارپوه نجیبالله سدید په خپله ایکس پاڼه یوه نقشه خپره کړې، چې د هېواد په سویلي او ختیځو ولایتونو کې د سختو سېلابونو احتمال ښیې.
