Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملابرادر، د شاوخوا یو ملیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظور کړې

ملابرادر، د شاوخوا یو ملیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظور کړې

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۲مه)  افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي چې، د ملي تدارکاتو کمېسیون د ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ په یوه غونډه کي د شاوخوا یو ملیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظور کړې.

دغه غونډه نن چهارشنبه وشوه.

یاد معاونیت وايي، نننۍ غونډې ته د منظورۍ له پاره ۴۲ پروژې وړاندې شوې وې چې، له جملې یې ۱۷ منظور او ۱۴ تعدیل شوې.

د طالبانو د یاد معاونیت په وینا په منظور شوو پروژو کې د پنجشېر پوهنتون د لیلیې او د بدخشان پوهنتون د طب پوهني د ودانیو، د غزني په ګیرو، د فاریاب په بندر او د ننګرهار په سپین غر ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو جوړول، د کنړ- نورستان سړک د لومړي او دوهم فاز د چارو بشپړول او د هیواد یو شمېر ولایتونو ته د برېښنا رسولو پروژې شاملې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...