Homeخبرونهله اماراتو څخه کابو ۱۳۰۰ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې...

له اماراتو څخه کابو ۱۳۰۰ ایرانیان د افغانستان او ارمنستان له لارې ایران ته ولاړل

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه ۱,۲۶۲ ايرانيان چې په دوبۍ کې اوسېدل، د جګړې له پيل راهيسې بېرته ایران ته ستانه شوي دي.

له دې امله چې له متحده عربي امارات څخه ايران ته مستقيمې الوتنې ځنډول شوې دي، دغه ايراني وګړي د افغانستان او ارمنستان له لارې وتلي دي.

د ايران حکومت له متحده عربي اماراتو څخه غوښتنه کړې چې نور ايراني اتباع د سمندر له لارې او همداراز د ځانګړو هوايي مسیرونو له لارې ولېږدوي.

تر دې مخکې، د امارات هوايي شرکت اعلان کړی و چې ايراني اتباع نه شي کولای متحده عربي اماراتو ته داخل شي او يا هم د دغه هېواد له لارې تېر شي.

د ایران کونسلګري په دوبۍ کې اعلان کړی چې تر اوسه ۱,۲۶۲ ايراني اتباع چې په متحده عربي امارات کې مېشت وو، د ځانګړو الوتنو له لارې د افغانستان او ارمنستان په مسیرونو بېرته خپل هېواد ایران ته ستانه شوي دي.

د ايران کونسلګرۍ ويلي چې د اماراتو له چارواکو سره په خبرو بوخته ده، څو پاتې ايرانيان هم د بېړيو او ځانګړو الوتنو له لارې له دغه هېواده ووځي.

د اماراتو چارواکو د ايران د پرله‌پسې بريدونو له امله د ايراني اتباعو پر ننوتلو بنديز لګولی او د ډېرو کسانو د استوګنې جوازونه يې لغوه کړي دي.

ایران هم په غبرګون کې ويلي چې په خپل هېواد کې د متحده عربي امارات د اتباعو د استوګنې جوازونه لغوه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...