Homeخبرونهترکیه کې د کډوالو د یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۱۹ افغانان...

ترکیه کې د کډوالو د یوې بېړۍ ډوبېدو له امله ۱۹ افغانان مړه شوي

تاند (چهارشنبه د وري – حمل ۱۲مه)  د رسنیو د راپورونو له مخې په ترکیه کې د کډوالو د یوې بېړۍ ډوبېدو له امله د یوه ماشوم په ګډون ۱۹ کسان مړه شوي دي.

په دې پېښه کې۲۰ نور کډوال بیا ژغورل شوي دي.

د راپورونو له مخې دغه بېړۍ د ترکیې د موغلا ولایت په بودروم سیمه کې په اوبو کې ډوبه شوې ده.

ترکي چارواکي وایي چې، په دغه ربړي بېړۍ کې ټول سپاره کډوال افغانان وو چې، د ناسمو سمندري شرایطو له امله ډوبه شوې ده.

چارواکو اعلان کړی، چې د هوا او سمندر له لارې د لټون عملیات لا هم دوام لري.

چارواکي وایي: «ساحل ساتونکو په پیل کې د ۱۱ پناه‌غوښتونکو جسدونه وموندل او وروسته د مړو شمېر ۱۹ ته لوړ شو. شل نور ژغورل شوي کسان د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي دي».

د قربانیانو په ډله کې یو نوی زېږېدلی ماشوم هم شامل دی.
د موغلا والي ادریس اکبیک اناتولي خبري اژانس ته ویلي چې، د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.

نوموړی زیاتوي چې، بېړۍ ډېره چټکه روانه وه او د ساحل ساتونکو له خبرداري سره، سره ونه درېده او بالاخره د هوا ناسمو شرایطو له امله ډوبه شوه.

کارپوهان بیا په دې باور دي چې، افغانستان کې د بېکارۍ او ګډوډیو له امله ډېری ځوانان او تنکي ځوانان په غیر قانوني ډول هڅه کوي اروپایي هیوادونو ته ولاړ شي چې، یو شمېر یې بیا په لاره کې ژوند بایلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...