Homeخبرونهد افغانستان او پاکستان استازي د چین په ارومچي کې پر اوربند...

د افغانستان او پاکستان استازي د چین په ارومچي کې پر اوربند خبرې کوي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د افغانستان یو پلاوی د چین ارومچي ښار ته تللی څو د دغه هېواد په منځګړتوب له پاکستان سره خبرې وکړي.

د اسوشیتیدپریس او فرانس پریس خبري اژانسونو د راپور له مخې، ټاکل شوې ده چې د دواړو هېوادونو استازي د وروستیو نښتو د پای ته رسولو او د اوربند د ټینګښت په اړه خبرې پیل کړي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې تېره میاشت د افغانستان او پاکستان ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې دواړو لورو ته یې درنې مرګ ژوبلې واړولې. که څه هم د جګړې شدت اوس کم شوی، خو لا هم په ټیټه کچه دوام لري.

اسلام‌اباد د طالبانو حکومت تورنوي چې وسله‌والو ته پناه ورکوي، خو کابل دا ادعا ردوي او وایي چې دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

د راپورونو له مخې، دا نوې خبرې وروسته له هغه پیل کېږي چې دواړو لورو د چین د منځګړیتوب وړاندیز ومانه. تمه ده چې دا به د یوې دوامدارې سولې او اوربند لپاره زمینه برابره کړي.

تاوتریخوالی هغه مهال زیات شو چې افغانستان وویل، په کابل کې د پاکستان په هوايي برید کې سلګونه کسان وژل شوي، خو پاکستان دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې یوازې نظامي اهداف یې په نښه کړي دي.

که څه هم دواړو هېوادونو د کوچنی اختر پر مهال موقت اوربند اعلان کړی و، خو وروسته جګړه بیا پیل شوه.

کارپوهان وایي، که دا خبرې بریالۍ شي، نو کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو میاشتو کړکېچ کم کړي او د سیمې ثبات ته لاره هواره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...