Homeخبرونهد امریکا د کډوالۍ په لیست کې افغانستان په خطرناکو هیوادونو کې...

د امریکا د کډوالۍ په لیست کې افغانستان په خطرناکو هیوادونو کې شامل دی

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲مه) د امريکا د کورني امنيت وزارت ويلي چې افغانستان لا هم د پناه غوښتنې له پلوه د «لوړ خطر» هېوادونو په لیست کې شامل دی او د دې هېواد وګړي به د خپلو غوښتنليکونو د ارزونې په بهير کې له سختو محدوديتونو سره مخامخ وي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، دې وزارت ويلي چې که څه هم ځينې محدوديتونه نرم شوي، خو سختې امنيتي پاليسۍ، په ځانګړي ډول د هغو هیوادونو پر وړاندې چې د ارزونې لپاره کافي معلومات نه ورکوي، بدلې شوې نه دي.

د دې پرېکړې له مخې، د امريکا د تابعيت او کډوالۍ د خدماتو ادارې د هغو پناه غوښتونکو د دوسيو د ارزونې ځنډ لغوه کړی چې د «کم خطره» هېوادونو دي او بشپړه ارزونه يې شوې ده.

د دې اقدام هدف دا بلل شوی چې سرچينې هغو دوسيو ته ځانګړې شي چې د ملي امنيت او عامه خونديتوب له پلوه ډېرې حساسې ګڼل کېږي.

دا بدلونونه وروسته له هغه اعلان شول چې تېر کال د نوومبر په مياشت کې يو افغان پناه غوښتونکی په واشنګټن کې د يوه سرتېري د وژلو او د بل د ټپي کولو په تور تورن شو.

دا پېښه پلمه شوه چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د کډوالو او پناه غوښتونکو پر وړاندې لا سختې تګلارې پلي کړي.

د کورني امنيت وزارت يوه وياند ويلي چې د ټولو غوښتونکو لپاره د «اعظمي څېړنې او ارزونې» بهير لا هم دوام لري او د لوړ خطر هېوادونو پر وړاندې هېڅ ډول نرمښت نه دی راوستل شوی.

په همدې حال کې، وزارت خبرداری ورکړی چې د استوګنې يا تابعيت د غوښتنليکونو په ارزونه کې هر ډول تشه کولی شي د عامه امنيت لپاره جدي ګواښ رامنځته کړي او د امريکا د کډوالۍ نظام ته زيان ورسوي.

راپورونه ښيي چې دا بدلونونه ښايي د کډوالۍ پر عمومي حالت ډېر اغېز ونه لري، خو کېدای شي د ځينو پناه غوښتونکو لپاره د دوسيو د ارزونې بهير اسانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...