عبدالاول بشارت
د رنګونو د ځانګړتیاوو او خواصو په اړه به شاید تاسو هم ډېر څه اورېدلې او تجربه کړې وي، چې هر رنګ بېلابېل خواص لري، زما خپله له کوچینیوالې څخه زرغون رنګ زیات خوښېږي،
تسبیح، ګوتمۍ / ګوتیه ،ساعت / ګړۍ او حتی جامې مې هم په زرغون رنګ کې خوښېوي !
دا چې طبیعتاً زما ولي د نورو رنګونو په پرتله ، زرغون رنګ خوښ دی ؟ په دې دلیل زه هم نه پوهېږم ! خو د زرغون رنګ ځیني ځانګړتیاوې به نن د اروا پوهنې له نظره درته ولیکم، تر څو ستاسو نظر ، تجربې او لیدلوری هم پرې ور زیات شي !
ارواه پوهنه؛
کوم کسان دا رنګ خوښوي ؟
په طبیعت او نړۍ کې ډېر زیات بېلابېل رنګونه شتون لري.
دا بېلابېل رنګونه د بېلابېلو ترکیبونو او د بېلابېلو مفهومونو څخه استازیتوب کوي.
او د هر چاپیریال خلک معمولاً د همدې رنګونو څخه مختلفې معناګانې او مفاهیم اخلي!
که یو رنګ په یو ځای کې یوه معنا ورکوي، همدغه رنګ بل ځای کې د بل څه په معنا وې!
مثلا سور رنګ د ماین پاکي په مؤسسه او د هغوی په فعالیتونو کۍ د خطر په معنا ده، خو د ترافیکو په اصولو کې د توقف او پر یو بل ځای کې بیا ممکن په بله معنا کارېدلای شي!
همداسي دا نور ډېر مختلف رنګونه متفاوتې معناګانې لري ……او د هر محیط خلک د خپل معمول سره سمې انګېرنې ور څخه اخلي!
د اروا پوهنې له نظره هر رنګ له ځانه سره بېل مفهوم لري او هغه کسان چې دا رنګونه خوښوی هغوی هم د بېلابېلو شخصیتونو او بېلابېلو ځانکړتیاوو درلودوونکي دي.
نو اوس مونږ کولای شو ، چې د یو انسان د شخصیت ډول ، کرکتر، اخلاق، سلېقه او شخصیتي خواص د هغوی د خوښې له رنګ څخه معلوم کړو او پرې پوه شو. چې دغه کس د کومو ځانګړتیاوو او څه رقم طبیعت لروتکی شخص دی؛
بناءً ددې ټولو رنګونو، له جملې څخه نن د زرغون رنګ چې زما د خوښې رنګ دی؛ په هکله معلومات درکوم.
ـ زرغون رنګ د امنیت، کراري، تعادل او د توافق مفهوم لري.
زرغون رنګ چې کومه انرژي مونږ له لاسه ورکړي وي، هغه بېرته مونږ ته تأمین کوي،
زرغون رنګ موږ ته ارامه او زړه را ښکونکې فضا برابروي چې د مدرن ، شروشور، غالمغال او یو نواخت ژوند څخه ډېر لېرې وي ….
په زرغون چاپیریال کې دمه کول د مونږ ذهنیت ، فکر او زړه ته ارامښت ورکوي.
ـ د زرغون رنګ د معني له حیثه د ودې، ارتقاء او د تجدید مانا لري.
زرغون رنګ له پخوانۍ فنا او نابودي څخه د بېرته تجدید ، نوښت او بیا ساه اخیستلو معنا ورکوي.
د زړه او ذهن ترمنځ تعادل ساتي، انسان ته د خپل د شاو خوا د خوښولو ، او سکون احساس ورکوي او د مثبتې انګېزې د ایجاد قدرت ور کوي.
ـ هغه کسان چې زرغون رنګ خوښوي، هغوی د ټولنې سره او نورو سره مرسته کول خوښوي،
ډېر اجتماعي خلک وي، تعامل ورسره ډېر آسانه وي، انعطاف پذېره وي، په معاملاتو کې میانه رو خلک وي،
په چارو کې، نه افراط او نه تفریط خوښوي،
د خپل فطري طبیعت له مخې په خیریه موسساتو کې دنده خوښوي، ځکه هلته د خلکو د خدمت زمېنه ورته برابره وي، او دوی د خلکو د خدمت کولو او خلکو ته د خیر رسولو څخه خوند اخلي، او د سکون احساس کوي
زرغون رنګ خوښوونکې خلک په فکري لحاظ ډېر مثبت ګرا خلک وي، هېڅکله هم منفي ذهنیت نه لري، ډېر سخي طبیعت لرونکې او ارامښت ورکوونکي خلک وي او هغه په کلیوالي اصطلاح د خرابات او مناجات خلک وي،
هر رنګ به خپل خواص او تاثیرات لري، خو څومره ښه خواص چې زرغون رنګ لري، دومره ښه خواص بیا په نورو رنګونو کې نه لېدل کېږي.
ـ زرغون رنګ خوښوونکې کسان نرم زړه لري، عادل ، زړسوانده او مهربانه وی،
په متقابل درناوي باور لري، د نورو خلکو عزت او درناوی ډېر خوښوي، په ښو اخلاقو سمبال او د نورو سره په عادلانه توګه رفتار او سلوک ددوی د خواصو مهم اړخ دی.
سلامونه،
بشارت صیب، د رنګونو او په ځانګړي ډول زرغون یا د ځینو په آند (شین) په اړه دې ښه معلومات ورکړي مڼنه. غواړم یوڅو خبرې ورزیاتې کړم:
شين د اسلام رنګ دی!، زمونږ د هیواد د بیرق له ۳ رنګونو یو دی او د آزادۍ په مانا ده
شین د ونو،بوټو، … رنګ ده، د پسرلي رنګ دی
شین د سترګو ښکلی رنګ ده، د غنم رنګه پوستکي والا رنګ دی
شین د شهید معمر القذافي د شين کتاب رنګ و!!
… خو زړه هم کله کله له غمونو شیین اوړي : دازماله غمه شیین زړه ،په کې خیال د یار له شوڼډو
هسې رنګ زیب و زینت کا؛ لکه می په شنه پیاله کې
“حمید بابا مهمند ماشوخیل”
…او سور رنګ خو مالوم د وینې،انقلاب، مینې!، بیرغونو، ترافیکی اشارې ،د پخو میوو او….دی!!
تور او ژېړ،سپین او نیلک(آبي) ؛ ارغواني او پارس یا بانجاني ، نارنجي ، پسته یی …….او ګډ(مخلوط) رنګونه هم شتون لري (د بوډۍ ټآل!) ؛نو خوښوونکي دې لږ لږ انفو. وړاندې کړي چې بحث لا په زړه پورې سي. په درناوي
سلام تاندوالوته!
وبښئ ،زما تبصره مو د رنګونو ..په اړه ولې خپره نکړله؟؟
Manena Taandwalo saheb!
Sorry, ma dohama shikayet berta waxist
Thank you!!