Homeخبرونهرویټرز: چین له امریکا سره د جګړې لپاره د سمندرونو د تل...

رویټرز: چین له امریکا سره د جګړې لپاره د سمندرونو د تل نقشې اخلي

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲مه) چین د ارام، هند او د شمالي قطب په سمندرونو کې د سمندر د تل د نقشې جوړولو او څارنې پراخ عمليات پيل کړي دي؛ داسې پروژه چې ظاهراً علمي بڼه لري، خو پوځي متخصصان يې د متحدو ايالتونو او د هغه د متحدانو پر ضد تر اوبو لاندې جګړې لپاره د چمتووالي مهمه برخه بولي.

د رویترز د راپور له مخې، د دانګ فانګ هونګ 3 په شان بېړۍ د سمندر د تل دقيقه نقشه جوړوي او پرمختللي سینسورونه ځای پر ځای کوي، چې د اوبو د تودوخې، مالګينتيا، بهيرونو او د اوبو د لاندې جوړښت په اړه معلومات راټول کړي. دا معلومات د سمندري تګ راتګ، پټ پاتې کېدو او اوبتلونو د پېژندنې لپاره ډېر مهم دي.

دا فعاليتونه يوازې په يوې يا څو بېړيو پورې محدود نه دي، بلکې لسګونه څېړنيزې بېړۍ او سلګونه سینسورونه پکې شامل دي چې په مهمو ستراتيژيکو سيمو لکه د ګوام، هاوايي، فلیپین او د مالاکا تنګي شاوخوا ځای پر ځای شوي دي.

که څه هم د دغو څېړنو ځينې برخې د ملکي یا عیرنظامي استفادې لپاره دي، لکه د کب نيونې يا د سرچينو موندنې، خو د «ملکي-پوځي ادغام» د پاليسۍ له مخې دا معلومات نېغ په نېغه د پوځي وړتياوو د پراختيا لپاره کارول کېږي.

د امريکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی چې دا معلومات چين ته دا توان ورکولی شي چې خپل اوبتلونه لا اغېزمن وکاروي او د دښمن اوبتلونه هم تعقيب کړي.

په ستراتيژيکه کچه، دا پروژه ښيي چې چين غواړي د ژورو اوبو يو لوی سمندري ځواک شي او د «ټاپوګانو د لومړي زنځير» محدوديت مات کړي؛ دا هغه طبيعي خنډ دی چې د ارام سمندر لور ته د چين لاسرسی محدودوي.

همدارنګه، د هند سمندر او د انرژۍ پر لارو تمرکز دا څرګندوي چې بېجينګ غواړي د خپلو وارداتو حياتي لارې خوندي کړي او په مهمو نړيوالو سيمو کې خپل پوځي حضور پراخ کړي.

په پای کې، دا عمليات د «شفاف سمندر» په نوم د يوې پراخې طرحې برخه ده، چې موخه يې تر اوبو لاندې د سینسورونو د داسې شبکې جوړول دي چې د سمندر چاپېريال په دوامداره توګه وڅاري.

که څه هم د پر وخت (ژوندۍ) معلوماتو ترلاسه کول له تخنيکي ستونزو سره مخامخ دي، خو آن ځنډېدلي معلومات هم کولی شي د سمندري جګړې په ډګر کې د امريکا دوديزه لاسبري کمه کړي.

د رویترز پر اساس، دا ټول بهير ښيي چې د سمندري ځواک توازن ورو ورو د چين په ګټه بدلېږي او په نړيواله کچه د امنيتي اندېښنو د زياتېدو سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...