Home+لیکوالي که لوستوالي!؟| نعمت‌الله صدیقي

لیکوالي که لوستوالي!؟| نعمت‌الله صدیقي

استاد ناګار د خبرو سړی نه دی؛ یعنې ډېرې خبرې نه کوي؛ خو په لیکوالي کې یې خبرې او د قلم قوت او جرات دواړه بیا عالي دي؛ زموږ ناز یې په خبرو کې هم راسره وړه؛ یعنې ښه سم و دم مجلس ورسره کېدای شو، یوه ورځ یې په ګپ ګپ کې د یوه پوهاند په اړه راته وویل، چې ده ورته مخامخ ویلي، چې ګنې نور د کتابونو او لیکوالي پر ځای اوس نو باید لږ لوستوالی ته مخه کړي.

 

د استاد په دغه ظریفانه طنز کې یو تریخ واقعیت دا هم دی، چې موږ عموماً همداسې په هر څه کې له کار وروسته په سوچ او فکر کولو کې عادي یو او دا ممکن په ټولو برخو کې ستر عیب وګڼلی شي؛ خو په لیکوالۍ کې نو بیا د نابودۍ مترادف عمل دی؛ ځکه لیکوالي نه فیشن دی او نه یې د شهرت ثمره هغسې اتومات ده؛ لکه د ژوند په نور چارو کې یې چې بنده ترلاسه کولای شي؛ نو بیا ولې هسې «ریاکار ستړی او خدای نارضه» په مصداق ځان او بل زهیر کړای شي.

 

دوه خبرې کول غواړم:

 

اول دا چې موږ په تېره پیړۍ کې د خپلو ځینو ادبي اسلافو او مشرانو په اړه د دوی له هغه قد و قامت سره د کتابونو تصویرونه ولېدل او په دغه تصویرونو کې مو یوازې خپل مشران په دې وستایل چې ګواکې له خپل قد یې هم زیات کتابونه لیکلي دي. دې ستاینو همدا تصور عام کړ، چې تقریباً د ډېرو لیکوالو او څیړونکیو په نظر کې دوی باید دومره کتابونه تالیف او ولیکي، چې له قد و قامت یې واوړي. اصلاً زیات کار وزیار کوم زیان نه دی؛ باید داد او ډاډ ورکړای شي؛ خو معیار یې اصل دی، موږ چې د مشرانو کوم دغه تصویرونه ولېدل؛ نو یوازې مو یې همدا د «ډېرو او له قامت سره سم» معیار ته پام شو؛ کاش د خپلو مشرانو د معیار او عالي کار په کیفیت مو هم فکر او تصور عام کړی وی.

 

دویمه خبره دا ده، چې د لیکوالۍ اصل او اساس په فکر او احساس ولاړ دی، موږ که شپه و ورځ هم کار کوو؛ خو چې همدا اصل او هدف یې کمزوری یا بې هدفه وي، دا د لیکوالۍ او د لیکوالۍ د احساس خلاف عمل دی، لیکوال د خپلې لیکوالۍ ګټې او خلکو ته یې په رسولو کې مسوول دی، چې دی هغه څه ولیکي، چې د خلکو د کار وړ وي او دومره او په داسې سبک او انداز یې ولیکي، چې خلک یې ولوستلی شي او ګټه یې محسوس کړای شي، د هره ورځ او ډېرو خبرو لیکلو یو ستر عیب بیا دا وي، چې خلک یې ورسره جدي خبرې هم عادي اخلي. سره له دې چې اعتراض یې راساً په «ډېرو» هم نشي توجیه کېدای؛ بلکې معیار یې مهم دی؛ خو دلته یې په عام تمایل همدا «ډېر» یادو، تر څو په لږو یې دقت ته پام وکړای شي.

 

خبره د لیکوالۍ د احساس ده، په دې کې یې بنسټ په مطالعه یا په لوستوالۍ ده، دا طبعي خبره ده، چې یو څوک په کومه برخه کې ډېره مطالعه او مشاهده ولري؛ نو د کار ساحه او علاقه یې ورسره پراخېږي؛ برعکس هغه چې یوازې د سراسري او سطحي تمایل په اساس ورسره اړیکه ساتي؛ نو د کار او علاقې نتایج یې هم سراسري او سطحي کېدای شي.

 

د لیکوالۍ په چارو کې احساس دا هم دی، چې لیکوال باید په نورو ډېرو برخو کې هم کار ونلري؛ یعنې تخصصي چلند د لیکوالي په لا بهتره کېدلو کې مرسته کولای شي. علم، معیار او مطالعه هغه درې ارزښتونه دي که دقت ته یې په سهي مانا پام وکړای شي؛ نو همدا لوستوالي ده، چې د لیکوالۍ اساس او بنسټ هم ورته ویلی شو.

 

د دغسې یوه باهدفه او معیالي لیکوالۍ په اړه نامتو فرانسوي مفکر (بلېز پاسکال ـ Blaise Pascal) وایي چې اصلي هنر یوازې لیکل نه دي؛ بلکې هنر یې دا دی، چې څه باید ونه لیکل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...