Homeخبرونهد اپریل د احمقانو ورځ/ اپریل فول

د اپریل د احمقانو ورځ/ اپریل فول

تاند (چهارشنبه، د وري/ حمل ۱۲ مه) د هر کال د اپرېل په لومړۍ نېټه، په لوېدیځو هیوادونو کې ميليونونه خلک پر یو بل له ټوکو او بې‌ضرره چلونو څخه خوند اخلي، خو د دې ورځې کره تاريخ لا هم روښانه نه دی. تاريخپوهان وايي چې دا دود لږ تر لږه له ۱۵مې پېړۍ راهيسې شته، خو د پيل په اړه يې بېلابېلې نظريې موجودې دي.

ځينې پوهان دا دود د جفري چاوسر له ليکنو سره تړي، چې په ۱۳۹۰ کال کې يې په يوه داستان کې د اپرېل لومړۍ ته ورته نېټه ياد کړې ده. خو نور بيا وايي چې دا ښايي د ليکلو تېروتنه وي.

بله مشهوره نظريه له فرانسې سره تړاو لري، چې هلته د «اپرېل کب» (Poisson d’Avril) دود له پخوا راهيسې شته. خلک پر يو بل ټوکې کوي، لکه د کاغذي کب پټول او بيا پرې ملنډې وهل.

يوه بله نظريه دا ده چې کله د فرانسې پاچا، نهم چارلس په ۱۵۶۴ کال کې نوی کال د جنورۍ لومړۍ ته واړاوه، ځينو خلکو لا هم اپرېل د نوي کال پيل ګاڼه. نورو به پرې ټوکې کولې، او همدا دود وروسته د «اپرېل د احمقانو ورځ» شوه.

ځينې څېړونکي دا ورځ له لا پخوانيو پسرلنيو جشنونو سره تړي، لکه د لرغوني روم د «هیلاریا» جشن، يا د هند «هولي» چې پکې هم ټوکې او هم خوشالي شامله وي.

په ټوله کې، که څه هم د اپرېل د لومړۍ کره سرچينه لا نه ده معلومه، خو څرګنده ده چې دا ورځ د پسرلي له خوښۍ او د خلکو ترمنځ د ټوکو له دود سره ژوره اړيکه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...