Homeخبرونهفرانسه: ناټو د یورو-اتلانتيک د امنیت لپاره جوړه شوې، نه د هُرمُز...

فرانسه: ناټو د یورو-اتلانتيک د امنیت لپاره جوړه شوې، نه د هُرمُز تنګي لپاره

تاند (پنجشنبه، د وري/ حمل ۱۳ مه) فرانسې د چهارشنبې په ورځ (وري ۱۲مه) د ډونالډ ټرمپ هغو ګواښونو ته غبرګون وښود چې ګواکې امریکا به له ناټو ووځي، او ټینګار یې وکړ چې دا پوځي تړون د یورو-اتلانتيک د امنیت لپاره دی، نه په هرمز تنګي کې د تهاجمي عملیاتو لپاره.

ټرمپ رویترز خبري اژانس ته ویلي و چې په خپلې وینا کې به «حتماً» له ناټو د امریکا د وتلو موضوع راپورته کړي. ده دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې متحدانو د ایران پر وړاندې د امریکا د پوځي اقدام ملاتړ ونه کړ.

د امانوئل مکرون په وینا، په هرمز تنګي کې هر ډول اقدام باید د ملګرو ملتونو په چوکاټ ترسره شي.

هرمز تنګی، چې د نړۍ د تېلو او ګازو مهمه لاره بلل کېږي، دا مهال د ایران له لوري تړل شوی دی. مکرون ویلي چې نړیوال اقدام یوازې هغه وخت ممکن دی چې تاوتریخوالی کم شي، د بیمې له کمپنیو او سمندري شرکتونو سره سلا وشي او ایران هم موافقه وکړي.

آلیس روفو، چې د فرانسې د پوځ په چارو کې سلاکاره وزیره ده، په پاریس کې د «جګړه او سوله» کنفرانس ته وویل:

«ناټو یو پوځي ائتلاف دی چې د یورو-اتلانتيک په امنیت پورې تړاو لري، او دا په هرمز تنګي کې د عملیاتو لپاره نه دی جوړ شوی، ځکه دا به د نړیوالو قوانینو خلاف وي.»

هغې زیاته کړه چې پوهېږي امریکایان ښايي له دې امله ناخوښ وي چې فرانسه د هرمز د سمدستي پرانیستلو لپاره له پوځي ائتلاف سره یوځای نه شوه.

خو هغې ټینګار وکړ چې پاریس غواړي داسې حللاره غوره کړي چې «تهاجمي بڼه ونه لري» او د کښتیو تګ راتګ بېرته عادي کړي.

هغې وویل: «زه دا ناخوښي درک کوم، خو زه د امریکا له لوري خبرې نه کوم، بلکې د هغه هېواد استازیتوب کوم چې د ناټو او اروپایي اتحادیهې له بنسټ اېښودونکو څخه دی.»

دا په داسي حال کې ده چې ناټو افغانستان ته، چې نه په اروپا او نه د اتلانتیک په حوزه کې دی، ځواکونه لېږلي وو.

درې سرچینو رویترز ته ویلي چې د ټرمپ غوسه وروسته له هغې زیاته شوه چې فرانسې د وري په ۱۱ مه اسرائیل ته اجازه ورنه کړه چې د ایران جګړې اړوند د امریکايي وسلو د لېږد لپاره د دې هېواد هوايي حریم وکاروي.

1 COMMENT

  1. نو ایروانتلانتیک خو افغانستان نه راځی ولی په افغانستان د بربادی لاس یو کړی مطلب دا چې افغانستان نظامی وړتیا د پخوانۍ جنګ سالارانو له لوری مینځه تللی ځکه هغوی کابل په کنډواله بدل کړی وو هغه ځواک او وړتیا چې نن ایران لری تر پرونه پوری افغانانو درلوده خو په افغانستان د تبر لاستی پخپله له وني جوړ شوی نو ځکه موږ تل ماتی خورو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...