تاند (پنجشنبه د وري – حمل ۱۳مه) د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په اسلاماباد کې د فنلنډ سفارت به تر راتلونکي دوبي پورې خپل فعالیت بند کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، د وروستۍ نېټې تر اعلان پورې به دغه سفارت خپل عادي ډپیلوماتیکو اړیکو او فعالیتونو ته دوام ورکړي.
سرچینه زیاتوي، چې دغه پرېکړه د عملیاتي، ستراتیژیکو او اقتصادي ملاحظاتو له مخې شوې ده.
د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې، فنلنډ دغه سفارتونه په ۲۰۲۶کال کې د بهرني سیاست د لومړیتوبونو د تنظیمولو لپاره تړي.
دا اقدام په داسې مهال اخیستل کېږي چې، تر دې وړاندې سویډن په ۲۰۲۳کال کې د امنیتي اندېښنو له امله په اسلاماباد کې خپل سفارت د نامعلومې مودې لپاره تړلی و.
فنلنډ تر دې وړاندې په ۲۰۱۲کال کې هم د بودجې د کمښت له امله په اسلاماباد کې خپل سفارت تړلی و او په ۲۰۲۲کال کې دغه سفارت بېرته پرانست.