تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه) په پاریس کې یو شمېر افغان فعالانو پر افغان ملکیانو د پاکستان د پوځي رژیم هوایي او ځمکني یرغل ضد لاریون وکړ.
د دې لاریون موخه د عامو افغانانو خوندیتوب او د پاکستان له لوري پر عامو افغانانو د روان یرغل خلاف غږ پورته کول یاد شوي.
لاریون کوونکو له نړیوالو وغوښتل چې، د پاکستان د دې روان جنګي جنایت پر وړاندې غلی پاتې نشي او مخنیوی وکړي.
دا لاریون داسې مهال ترسره کېږي چې، تازه نن مازیګر د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد اړوند کړامار، دم او شاوخوا نورو کلیو د پاکستاني ځواکونو د هاوان په بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینو تاند وېب پاڼې ته ویلي چې، تر دې دمه په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
روغتیايي سرچینې بیا وایي چې، ډېری ټپیان ماشومان او مېرمنې دي چې روغتون ته لیږدول شوي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې ډېری ټپیان په سر، لاسونو، پښو او د بدن پر نورو ځایونو لګېدلي دي.
پر کونړ د پاکستاني پوځيانو بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې
دپاکستان دلوري هره ورځ دافغانستان پرمختلیفو کلیواوښارونو هوایی اوتوپچي بمباریومخ نیول په کاردي داچي څه ډول ئی مخه ونیسي په دي هم تر مادافغانستان حکومت ښه پوهیږي . داکثریت افغانانو رایه خوداده چي دټول هیوادڅخه دي هغه خلګ چي دافغانستان په قضیه کي هره ورځ اخته دي اودخپل هیوادپه درداوغم باندي خوږیږي راټول کړي اومشوره ورسره وسي څویوه عملي دحل لاره ورته پیداکړي اودټول ملت سره ئی شریکه کړي اودټول ملت څخه ځوانان راټول کړي اوددي دناسور دداني علاج په وکړي دابه تر هغه ښه وي چي هره ورځ موابادي اوزراعتي مځکي په هدیروبدلیږي (ترتدریجي مرګ یوواري مرګی ښه دی) .