Homeخبرونهد سېلونو له کبله ۱۷ تنه مړه او ۲۶ ټپیان شوي

د سېلونو له کبله ۱۷ تنه مړه او ۲۶ ټپیان شوي

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د افغانستان په څو ولایتونو کې د سېلونو د راوتلو او د مځکې د ښیېدو له کبله لږ تر لږه ۱۷ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

له طبيعي پېښو سره د مبارزې د ملي ادارې وياند يوسف حماد وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پروان، دايکنډي، ميدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، غور، بادغيس، سمنګان، سرپل، جوزجان، فارياب او لغمان ولايتونه د طبيعي پېښو له امله اغېزمن شوي دي.

دې پېښو د خلکو ملکيتونو ته هم پراخ زيان اړولی دی. ۳۷ کورونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي او ۱۱۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.

همدارنګه شاوخوا ۸۰ کيلومتره سړکونه او ۵۸۲ جريبه کرنيزه ځمکه زيانمنه يا له منځه تللې ده.

چارواکو ټينګار کړی چې د بېړنيو مرستو او ژغورنې هڅې روانې دي، څو له اغېزمن شويو ټولنو سره مرسته او ملاتړ وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...