تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه) د کونړ ولایت د مرکز اسعداباد پر اړوند کړامار، دم او شاوخوا نورو کلیو د پاکستاني ځواکونو د هاوان په بریدونو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي سرچینې تاند وېب پاڼې ته وایي چې، تر دې دمه په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
سرچینه وایي دا معلومات وروستي نه دي او ښایي د مرګ ژوبلې ارقام لوړ شي.
سیمه ییز روغتیايي سرچینې بیا وایي چې،پر یوه کور د هاوان درې مرمۍ لګېدلې دي چې، له امله یې ولسي خلکو ته زیان اوښتی دی.
دغه سرچینه د نوم نه خپرولو په شرط تاند ته وایي چې، ډېری ټپیان ماشومان دي چې روغتون ته لیږدول شوي.
پر ټولنیزو رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې ډېری ټپیان په سر، لاسونو، پښو او د بدن پر نورو ځایونو لګېدلي دي.
پاکستاني ځواکونو او طالبانو په رسمي دول د دې بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.