Homeخبرونهایران کې د یوې افغانۍ کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

ایران کې د یوې افغانۍ کورنۍ ۶ غړي وژل شوي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه)  ‏ایراني رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، د امریکا په تازه توغندیزو بریدونو کې د یوې افغانې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دی.

رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي چې، دغه توغندی د تهران په جنوب، ری ښار کې لګېدلی دی.

په راپورونو کې زیاته شوې چې، په دغه برید کې ۴ ایراني وګړي هم وژل شوي او یو شمېر نور چې کره شمېره یې معلومه نه ده ټپيان شوي دي.

په راپورونو کې د افغانې کورنۍ په اړه نور جزیات نه دی ورکړل شوي.

تهران کې د طالبانو سفارت او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا برید داسې مهال کېږي چې، د ایران او امریکا ـ اسرائیلو ترمنځ کړکیچ ورځ نه بلې ته پراخېږي چې، په لویه کچه یې اندېښنې زیاتې کړې دي.

دواړه لوري هره ورځ پر یو بل د پراخو توغندیزو بریدونو خبرونه  خپروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...