تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه) د امریکا د کانګرس څېړنیز خدمتونو په خپل تازه خپاره شوي راپور کې ویلي چې، پاکستان لا هم د هغو ترهګرو ډلو کوربه توب او ملاتړ کوي چې هدف یې پر هندوستان بریدونه کول دي.
د سویلي اسیا د چارو متخصص او امریکایي څېړونکي، ډیریک ګراسمن په خپله تازه پاڼه کې د دغه راپور حواله ورکړې ده.
هغه ویلي چې، د لشکر طیبه (LeT) په څېر خطرناکې ډلې لا هم په پاکستان کې خوندي پناه ځایونه لري.
په راپور کې لیکل شوي چې، دا ډلې په سیسټماټیک ډول روزل کېږي او هڅه کوي چې په هند کې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.
سرچینه زیاتوي چې، د نړیوالو فشارونو سره سره، پاکستان په اساسي ډول د دغو ډلو له منځه وړلو په برخه کې رښتیني ګامونه نه دي اخیستي.
دا راپور داسې مهال خپرېږي چې، د ۲۰۲۶ کال د ترهګرۍ نړیوال شاخص هم پاکستان د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیات ځپلی هېواد بللی، چې پکې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو شتون د سیمې امنیت ته لوی ګواښ ګڼل شوی دی.
پاکستان بیا تر دې دمه دې راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.
نو پدې خبره خو د افغانانو خوله وچوه شوه له ډیرو نارو او غږونه له امله،
مګر نړۍ په ځانګړی ډول امریکا یی نه منی، کیدای شي د عاصم منیر او پوځ لوړ رتبه چارواکو لپاره یو موقتی دام وی ترڅو امریکا سره د ایران په وړاندې همکاری وکړی کچیری دوی دا کار وکړی نو امکان شته چې په پاکستان کې اهل تشیع ولس او مشران یی او همدارنګه بلوڅ او پنجابیان او پښتانه د پوځ په وړاندې راپورته شي او همدارنګه به پاکستان تجزیی ته لاره هواره شي نو موږ افغانانو لپاره همدا چانس ده چې ګټه پورته کړو
نو کچیری امریکا سره مرسته نکوی مطلب هغه شل ۲۰ کشتی تیل رشوت ګوری نو بیا معلومه ده چې سعودی سره تړون بی معنا ده نو سعودی او امریکا ترینه پور (قرض ) غواړی او همدارنګه آی ایم ایف هم نو پدې سره په به پاکستان چین څخه مرسته غواړی چې پدې کار سره چین په ځان کې دا توان نه وینی ځکه دوی هر څه سود په مقابل کې ورکوی چې اوس یی هم پاکستان قرض دار ده
بل طرف داسې ویل کیږی چې کشمیر کې هم برید شوی او ټرمپ نږدی کسانو د پاکستان په وړاندی تونده لهجه کارولی
کچیری دا دوه ورځنی جوړ جاړی غونډه چې ایران او امریکا د سولی لپاره روانه ده نن او سبا دوشنبه پایله یا نتیجه ورنکړی نو امریکا به پياده پلی ځواک څخه کار واخلی چې امکان شته پاکستان یا عراق له لاری کار واخلی
نور به وروسته معلوم شي چې څه کیږی
امریکا ته خو پخوا ثابته وه چې پاکستان د ترهګرو مرکز او ټولې نړۍ ته ترهګر صادروي او هم یې ددوی لپاره ترهګر ساتل. د پاکستان پوځ او جنرالان یې پخپله مطلق ترهګر دي او هر جنرال یې میلونر او میلیاردر دی او په غرب کې جایدادونه او کاروبارونه لري. نړیوال ولې کله احمقان شي او دا فکر نکوي چې یو دیوالیه مملکت چې حتی د یوې اونۍ تیل نلري جنرالان یې میلیاردران کیدلی شي، دا ټولې پیسې دوې د ترهګرو په ساتنه، تربیه او اهدافو ورکولو پیدا کړي. د هند او افغانستان سره تړلي ترهګر خو ثابت دي او په امریکا حمله کونکی اسامه هم په همدې پاکستان کې پیدا شو. په دا شل کاله جنګ چې امریکا په افغانستان کې وکړ او په زرهاو عسکر یې ووژل شو ددوی قاتل پاکستان دی. نور که دوی سترګې پټوي نو بیا ړانده دي. تر څو چې پاکستان منزوي نشي نړۍ به امن ونه ویني.