تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د متحده عربي اماراتو (صوت الامارات) ویبپاڼې نن راپور ورکړ؛ د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د مارچ په ۳۱مه به د افغانستان له مشرانو سره خبرې وکړي. د دې اقدام موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتېدونکو کړکېچونو کمول او د امنيتي او سياسي همکارۍ د پياوړتيا د لارو لټول دي.
رسمي سرچينو تاييد کړې چې په راتلونکې غونډه کې به د دواړو خواوو جګپوړي چارواکي ګډون وکړي. پر شمېر لانجمنو موضوعاتو به تر بحث وشي، چې تر ټولو مهم يې سرحدي امنيت او د وسلهوالو ډلو پر ضد مبارزه ده. دا غونډه به د کډوالو مسئلې او د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
صوت الامارات د خپلو سرچینو نوم نه دی ښوولی خو لیکلي یې دي؛ دا ګام په داسې حال کې اخيستل کېږي چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ډېرې ترینګلې شوي او د شدیدو نښتو سبب شوي دي.
ویبپاڼه زیاتوي، همدې حالت اسلامآباد اړ کړی چې خپلې ډيپلوماټيکې هڅې ګړندۍ کړي څو بحران کنټرول کړي.
څارونکي باور لري چې دا راتلونکې خبرې اترې د دواړو لورو ترمنځ د باور د بيا رغونې لپاره يو مهم فرصت دی. همداراز به دا د همغږۍ د ګډو ميکانيزمونو په جوړولو کې مرسته وکړي چې د سيمې ثبات ته ملاتړ برابروي، په ځانګړي ډول هغو امنيتي ننګونو ته په کتو چې د دواړو هېوادونو ګډ سرحد ورسره مخامخ دی.
ویبپاڼه وايي، تمه کېږي چې دا غونډه به لومړني تفاهمونه رامنځته کړي او د نورو راتلونکو ناستو لپاره به لاره هواره کړي، څو د پراخو هڅو په چوکاټ کې د سيمې ثبات پياوړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچونه راکم شي.
د افغانستان د طالبانو حکومت او اسلام اباد تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي. خو پاکستان د جرګو په شکل هڅې پیل کړي دي. پاکستاني رسنیو ویلي چې د دې ډول جرګو لومړۍ به د سې شنبې په ورځ په پېښور کې جوړه شي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او خبرو لپاره د دوو خواوو ګډه جرګه جوړېږي
د(صوت الامارات) ورخپاڼي داخبر خپورکړچي پاکستان اعلان وکړچي دوي به دافغانستان دمشرانوسره ګډه ناسته کوي اودسولي په باره کي به خبري کوي داخوډیره ښه خبره ده، خودخلګوپوښتنه داده چي داولي د(جنګ اوسولي )داعلانونو ټیکه داریوازي پاکستان دي که ئی زړه غوښتي دجنګ اعلان کوي بله ورځ که بیادژړغوږي خواجه اصف زړه غوښتي بیا دسولي اعلان کوي ،په هر صورت تر جنګ سوله(صلحه )ښه ده خوزه بیریږم چي پدي سوله کي بل جنګ نه وي پیچلی ،افغانان خوصاف خلګ دي څه چي په خوله وایی په زړه ئی هم هغه ده خوزموږدنامرده همسایه دخولي اوزړه خبره جلاده نن دصلحي ناري وهي اوسبا موماشومان اوتورسري راوژني کورونه ئی خرابوي، زه خپله دسیاست سړي نه یم خوددوي دپخوانیوکړواوبین المللي خبروڅخه دومره پوهیږم چي تر دي کاسي لاندي یوڅه سته . خدای دي وکړي چي نه وي ،وبه ګوروچي څه پیښیږي.