تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د ايران پر وړاندې د جګړې د دوهمې مياشتې له پیلېدو سره هممهاله، د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د شنبې په ورځ د وري ۸مه راپور ورکړ چې د دوی جنګي بېړۍ، «يو اېس اېس ټريپولي» له ۳۵۰۰ سمندري ځواکونو سره سيمې ته رسېدلې ده.
سنټکام په «ایکس» پلېټفارم کې وليکل:
«د امريکا سمندري ځواکونه او بحري سرتېري، چې په «يو اېس اېس ټريپولي» جنګي بېړۍ کې سپاره دي، د مارچ په ۲۷مه (د وري ۷مه، جمعه) د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د مسووليت سيمې ته ورسېدل.»
د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د بيان له مخې، د «يو اېس اېس امريکا» امفيبي (اوبه-وچه) تهاجمي بېړۍ د «ټريپولي» د امفيبي چمتو ډلې/د ۳۱م سمندري قطعې د اصلي بېړۍ په توګه کار کوي، چې، له ترانسپورتي الوتکو، تهاجمي جنګي الوتکو، د اوبو-وچې بريد وړتياوو او بېلابېلو تاکتيکي وسايلو سره، شاوخوا ۳۵۰۰ سمندري ځواکونه او بحري سرتېري پکې شامل دي.
دا جنګي بېړۍ چې د جاپان په ساسبو سمندري اډه کې ځای پر ځای ده، شاوخوا ۸۵۰ فوټه اوږدوالی او ۴۵ زره ټنه وزن لري.
دا بېړۍ، چې په اصل کې يوه کوچنۍ الوتکوړونکې بېړۍ ده، «F-35» رادار نه ښکاره کېدونکې جنګي الوتکې، د «MV-22 Osprey» ترانسپورتي الوتکې او ساحل ته د ځواکونو د لېږد لپاره ځمکني وسايط لېږدوي.
له ۲۰۰۳ کال راهيسې د پوځي ځواکونو تر ټولو ډېر زياتوالی
د امريکا او اسرائيل له خوا د ايران پر وړاندې د جګړې په چوکاټ کې، چې د فبرورۍ په ۲۸مه پيل شوې او د ايران د مشر علی خامنهيي په ګډون د څو مشرانو د وژل کېدو لامل شوې، منځنی ختيځ د ۲۰۰۳ کال د عراق له يرغل وروسته د پوځي ځواکونو تر ټولو لوی زياتوالی تجربه کوي.
په همدې تړاو، وال ستریټ ژورنال راپور ورکړی چې امريکا اوس مهال اته ويجاړوونکې جنګي بېړۍ لري، چې له دې ډلې دوې د هرمز تنګي ته نژدې، درې د عربي سمندر په شمال کې، يوه په سره سمندر کې او دوې په ختيځه مدیترانه کې ځای پر ځای دي.
د دغو بېړيو تر څنګ، دوه الوتکوړونکې بېړۍ «يو اېس اېس ابراهام لينکن» او «يو ایس ایس جيرالډ آر. فورډ» هم سيمې ته رسېدلې دي.
«يو ایس ایس جيرالډ آر. فورډ» يوه عصري او اټومي الوتکوړونکې بېړۍ ده، چې د نړۍ تر ټولو لويه الوتکه وړونکې بېړۍ او د امريکا د سمندري ځواک مهمه برخه بلل کېږي.
دا بېړۍ چې د هوايي او سمندري بريدونو لپاره د يو بشپړ يوځای پلېټفارم په توګه طرحه شوې، شاوخوا ۳۳۷ متره اوږدوالی لري او تر ۵۶۰۰ زيات پرسونل پکې ځای پر ځای کېدای شي.
«يو ایس ایس ابراهام لينکن» هم يوه اتومي الوتکوړونکې بېړۍ ده، چې د جنګي جېټ الوتکو او څرخکو د لېږد او کارونې، او د لويو سمندري او هوايي عملياتو د ملاتړ لپاره کارول کېږي.
په همدې حال کې نن واشنګټن پوست لیکلي چې امریکا د ایران خاورې ته د محدود شمېر مځکنیو ځواکونو د لېږلو لپاره تیاري نیسي. پینتاګون بیا ویلي چې د ایران په خاوره کې به د امریکا مځکني عملیاتو د څو اوونیو لپاره وي.