تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان او اوزبکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ تفاهمليک په کابل کې لاسليک شو.
د ياد وزارت په وينا، د څه باندې ۵۱۴ ميليون ډالرو په ارزښت دا تفاهمليک په بېلابېلو اقتصادي برخو کې نهايي شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وري په ۹مه وويل چې دا تفاهمليک به په بېلابېلو برخو کې عملي شي، لکه د چرګانو او هګيو توليد، د سمنټو او سکرو وارداتو او صادراتو، کرنيزو محصولاتو او وچې مېوې، خوراکي او نفتي موادو، بېالکوله مشروباتو، ورزشي خدمتونو او د فابريکو د جوړولو په برخو کې.
دا تفاهمليک د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي او د اوزبکستان د نمنګان ولايت والي شوکت عبدالرازقوف په حضور کې لاسليک شو.
د نمنګان ولايت والي عبدالرازقوف، د يو دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ کابل ته رسېدلی و.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:
«د افغانستان له لوري د اته قلمه توکو او د اوزبکستان له لوري د شپږو قلمه توکو لپاره د ترجیحي تعرفې په اړه هوکړه شوې وه، چې اوس د اوزبکستان له خوا دا اته قلمه توکي تصويب شوي هم دي.»
طالبانو او اوزبیکستان د پنجشنبې په ورځ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو اعلان هم وکړ.
د اوزبیکستان او د افغانستان د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ شورا د اوزبکستان د سوداګرۍ او صنايعو په خونه کې جوړه شوې ده. د اوزبک رسنيو د راپور له مخې، دا شورا به د صنعتي همکاريو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره پراخ فرصتونه برابر کړي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې دوه اړخيزه سوداګري به په لنډ مهال کې ۵ ميليارده ډالرو ته لوړه کړي.