Homeخبرونهافغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ...

افغان سوداګرو د ایران له جګړه ځپلو خلکو سره ۱۵ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه)  په هرات کې افغان سوداګرو د ایران د وروستیو جګړو له امله زیانمنو خلکو سره د مرستې لپاره ۱۵ مېلیونه افغانۍ راټولې او د ایران کونسلګرۍ ته وسپارلې.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس قاضي ‌زاده وایي، دغه مرسته د ایران په وروستیو جګړو کې د زیانمنو کسانو د ملاتړ، انساني خواخوږۍ او د ګاونډیتوب حق ادا کولو لپاره شوې ده.

قاضي زاده د مرستو د سپارلو پرمهال ویلي چې، نن یې ۱۵ مېلیونه افغانۍ په هرات کې د ایران کونسلګرۍ ته د ایران د خلکو لپاره ورکړې او په خبره یې دغه مرستې به دوام ولري او هڅه کوي چې، د هرات او افغانستان مرستې له ایران سره دایمي شي.

هرات کې د ایران کونسل علي رضا مرحمتي هم د دغه مرستو هرکلی کړی.

هرات کې افغان سوداګر وایي، دغه مرستې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي او متقابل ملاتړ نښه او ټینګار کوي چې، په سختو حالاتو کې باید د سیمې خلک یو د بل تر څنګ ودرېږي.

دغه مرستې په داسې مهال کېږي چې، ایران اوس هم له اسرائیلو او امریکا سره د جګړې په ډګر کې ښکېل دی او د دغې جګړې له امله ایرانیانو سخت مالي او ځاني زیان لیدلی دی.

په ورته مهال افغانستان او پاکستان هم له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې په جګړه کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...