Homeخبرونهد امریکا په ۵۰ ایالتونو کې ټرمپ ضد لاریونونه پیل شوي

د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې ټرمپ ضد لاریونونه پیل شوي

تاند (یکشنبه د وري – حمل ۹مه)  د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې لاریون کوونکي پرون د شنبې په ورځ د ټرمپ د وروستیو پالیسیو ضد سړکونو ته راووتل او لاریونونه یې وکړل.

د دغه لاریونونو تنظیموونکو ویلي چې، لاریونونه د زیاتېدونکي انفلاسیون، د کډوالۍ پالیسیو، ایران سره د جګړې او نورو مسلو پر ضد ترسره شوي.

د لاریونونو مشران وايي:«که ټرمپ غواړي پر موږ د یو دیکتاتور په څېر حکومت وکړي،خو دا امریکا ده، او واک د خلکو دی نه د هغو کسانو چې غواړي پر ځان یا د دوی د میلیاردر ملګرو پر ضد حکومت وکړي.»

په ورته مهال رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د امریکا په ټولو ۵۰ ایالتونو کې څه باندې ۳۲۰۰ لاریونونه پلان شوي او لاریون کوونکي هیله لري چې سږکال یو بل تاریخي ډله‌ییز لاریون ترسره کړي.

تمه کیده چې لوی لاریونونه په مینیسوټا، نیویارک، لاس انجلس، واشنګټن او ورجینیا کې ترسره شي.

د دغه لاریونونو اصلي تمرکز د لویو ښارونو او کوچنیو سیمو په هغو څنډو کې دی چې په تېرو ټاکنو کې یې ټرمپ ته رایه ورکړې وه.

له دې سره د سپینې ماڼۍ ویاندې ابیګیل جیکسن لاریونونه بې ګټې او د ټرمپ په وړاندې د دښمنۍ له امله هڅول شوي وبلل، ویې ویل چې دا پېښې یوازې د خبریالانو لپاره مهمې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عارف و نه هم احمدظاهر فراموش نمی شوند| پوهاند دودیال

( به مناسبت وفات عارف هنرمند نامدار ایران و یک اقتراح) شادروان احمد ظاهر و عارف کیا هردو دوستداران زیادی داشتند. هردو تقریباً در یک...