Home+د ناسمو روایتونو ستونزه| نعمت الله صدیقي

د ناسمو روایتونو ستونزه| نعمت الله صدیقي

ډاکتر درمل ورانه بلا ده، یو ځل مې ورسره هسې ونېول، خو له سپاره خره یې ځکه راکوز کړم، چې دای لکه خاص په استدلال چې فکر کوي او ټول تمرکز یې همدا وي، د ټول تمرکز استدلال مې یې ځکه یاد کړ، چې موږ عموماً له استدلال کولو وروسته فکر کوو او د خپل ویلي استدلال لپاره نور استدلالونه توجیه کوو؛ خو دغسې شعوري او فکري عالمان د استاد پسرلي خبره «په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي او که ساتي»

 

خبره دا وه چې ولې هر څوک دغسې له پوزې رانیسم او بیا ورسره خپله انرژي او پوزه هم راکاږم، ویل یې چې که د زړه زور مو زیات وي؛ نو کارول یې باید د مثبت روایت په ایجاد وي؛ خو زما مدعا دا وه، چې کله غلط روایتونه حاکم وي، د مثبتو هغو یې رایجول ناممکن دي. دا خبره لا خلاصه نه وه، چې ایغ نیغ یې په دې ودرولم، چې هغه څوک چې د ژبې او ادب په یوه ډېر مهم اصل یعنې د «املا و انشا» په درد نه خوږېږي؛ نو له دوی د سبا د ناسم روایت وېره هم چندان وېره نه ده.

 

اصلاً نقد له همدغسې یوه پېچلي تصور سره غوټه دی، چې که هر څو ترې زړه په دغسې دلایلو صبر هم کړای شي، خو دا د انسان طبعي تمایل دی، چې د روغ پر وړاندې ناروغ یا د سم پر ځای ناسم یې په خورا سخته برداشت کولای شي، په اخلاقي توګه هم دا مناسبه نه ده، چې د یو ناسم فکر، عمل او مضمون په باب دې بنده چپ پاتې شي او دا چې بیا یې د سر په سترګو وینې هم چې تقلید یا په همدې ناسمه لاره تلونکي یې هم پسې همدا لار تعقیبوي.

 

دا خبره ممکن ضمني وي یا د هغه جنجالي خبرو په ترڅ کې توجیه ولري، چې له نقده وروسته د عکس العمل په توګه د یوې مناظرې غوندې لایعني بحثونه او حتی کله کله خو د ښکنځلو، پېغورونو او سپکاويو تر حده ورسېږي؛ خو اصلي خبره همدا ده، چې نقد د ناسمو او غلطو واقعیتونو پر وړاندې د رښتیاوو او سمو روایتونو د ایجاد مبارزه ده، چې په ښکاره او ناښکاره ډول خامخا د څه «راکړه او ورکړه» دوه طرفه تامل هم لري؛ یعنې دا خو به دومره سخته نه وي، چې که یو څوک یې نه مني یا یې په خبره سر نه خلاصیږي؛ ممکن بل یا نور یې درک او ولولي او دا مهمه ورکړه هم ده؛ خو هغه چې شعوري ضد، ناغیړي او د سپکاویو لار درسره اخلي، دلته دا د نقد او واقعیتونو د تقدس په خاطر باید یو څه تامل ورسره واخیستی شي یا په هغه سیاسي اصطلاح د بقا یا اوږد مهاله ګټو په اساس کوزاره ورسره وکړای شي. دا به خورا سخته وي، چې د سمو روایتونو او واقعیتونو پر درک او سمونې درته ناسم نسبت کېږي؛ خو تر دې بیا غټه لاسته راوړنه هم نشته، چې د ناسم روایت پر وړاندې د سم روایت تصحیح کوونکی وې.

 

ګوزاره یې همدا ده، چې ته خپل کار کوه، د یوه نقاد په توګه د سمو روایتونو ایجاد دې لویه ورکړه ده او په مقابل کې ستا هغه اخیستنه، چې تاته په ناحقه منسوب ده، د ژبې او ادب د سمو واقعیتونو د ایجاد او ګټې لپاره یې واخله. خیر دی، که ته او ستا شخصیت سره دا مناسب نه ده او نه دې حق جوړېږي؛ خو ستا ادبي اسلاف هم په دې لاره تللي او دغه لارې ګودرې یې ورمعلومې وې. قلندر مومند وایي:

 

داو به کړې یاران پرې قلندره ډېر
ته چې کومه لار د ژوندانه لرې

 

او سیف الرحمان سلیم هم وایي:

 

ډېر خواږه خواږه یاران مې پرې خپه کړل
دا رښتیا خبرې چا ویل چې ښې دي

 

ناصر عباص نیر د اردو ژبې نقاد دی، هغه نویو نقادانو ته د داسې چا په اړه توصیه کړې، چې که تاسې داسې څوک نقاد ولېد چې د کوم پخواني ادیب او یا همعصر په ذلت خوشالېده، که یې په خبره کې وزن او استدلال هم زورور وو؛ نو له لرې ورته سلام کوئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...