Homeخبرونهایلن مسک یو وار بیا د مصنوعي ځیرکتیا په اړه حیرانوونکې وړاندوینه...

ایلن مسک یو وار بیا د مصنوعي ځیرکتیا په اړه حیرانوونکې وړاندوینه وکړه

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د ټکنالوژۍ د نړۍ مشهور سوداګر او د نړۍ تر ټولو لوی میلیاردر ایلن مسک یو ځل بیا د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په اړه حیرانوونکې وړاندوینه کړې ده.

د هغه په وینا، په راتلونکو څو کلونو کې به مصنوعي ځیرکتیا نه یوازې له انسانانو ډېره هوښیاره شي، بلکې ښایي د انسانانو په تاریخ کې به لومړی ځل وي چې انسانان له داسې سیال سره مخامخ کېږي چې تر دوی ډېر ځیرک وي.

ایلن مسک ویلي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به د AI  ځیرکتیا تر انسان مخکې شي. هغه دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې که دا ټکنالوژي له کنټروله ووځي، نو د انسانیت لپاره خطر کېدای شي.

هغه ټینګار وکړ چې مصنوعي ځیرکتیا باید داسې وروزل شي چې پر حقیقت ولاړه وي او د انسانانو لپاره ګټوره تمامه شي. د هغه په وینا، که فرصت ورته برابر شي، نو دی به هڅه وکړي چې د دې ټکنالوژۍ پرمختګ ورو کړي، څو احتمالي خطرونه یې کم شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په برلین کې د نوروز جشن نمانځنه

راپور: محبوب الله خان پل فرهنګي او کلتوري ټولنې په برلین کې پسرلنی جشن او نوروز ونمانځه. پل فرهنګي او کلتوري ټولنې د جرمني په پلازمېنه...