Homeخبرونهد افغانستان او اماراتو د باندنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د...

د افغانستان او اماراتو د باندنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د روانو جګړو په اړه خبرې وکړې

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل  ۹ مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د سیمې د تاوتریخوالي، له پاکستان سره د اړیکو او ډیپلوماسۍ په اړه د متحده عربي اماراتو له بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د باندنیو چارو وزارت د شتبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان سره د مهمو سیاسي او امنیتي موضوعاتو په شمول پر بېلابېلو موضوعاتو ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړیکو، د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ مسایلو، د سیمې وضعیت او د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.

د خبرپاڼې له مخې، متقي خبرداری ورکړی چې د متحده ایالاتو او اسرائیل له لوري د ایران پر وړاندې اقدامات د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي. هغه ویلي چې په منځني ختیځ کې د جګړې او بې‌ثباتۍ پراخېدو جدي اندېښنې راولاړې کړې دي.

متحده عربي اماراتو په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې په افغانستان او سیمه کې د منځګړیتوب او ډیپلوماسۍ په برخه کې فعاله ونډه ولري. دغه هېواد له طالبانو سره عملي او سیاسي اړیکې هم ساتلې دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، شیخ عبدالله بن زاید د طالبانو او امریکا اړیکې مهمې بللې او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات چمتو دي د سیمې د ستونزو په حل کې رغنده رول ولوبوي.

متقي دا هم ویلي چې طالبان غواړي له پاکستان سره خپلې ستونزې د خبرو او متقابل تفاهم له لارې حل کړي. هغه زیاته کړې چې دوی به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارول شي.

هغه همداراز ویلي چې د طالبانو ټول پوځي اقدامات د پاکستان پر وړاندې دفاعي بڼه لري او که کوم برید پرې وشي، دوی د “ځان‌دفاع حق” ساتي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې شوې دي، او څو ځله ډیپلوماټیک او امنیتي کړکېچونه رامنځته شوي دي. اسلام‌اباد طالبان تورن کړي چې د افغانستان له خاورې د فعالو وسله‌والو ډلو مخه نه نیسي، خو طالبانو دا تورونه په کلکه ردوي.

هغه هم ټینګار کړی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ دوامداره تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی، او ویلي یې دي چې متحده عربي امارات به د کړکېچ د کمولو او سوله‌ییز حل لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا ټیلیفوني خبرې په داسې وخت کې کېږي چې سیمه له زیاتېدونکي بې‌ثباتۍ سره مخ ده او د پراخې جګړې د اندېښنو له امله د سیمې د هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک تماسونه زیات شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...