Homeخبرونهد ازبکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی

د ازبکستان یو جګپوړی پلاوی کابل ته رسېدلی

تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) د ازبکستان د حکومت او خصوصي سکتور یو جګپوړی پلاوی، چې مشري یې د ننګان ولایت والي شوخرات عبدالله‌زاکوف کوي، کابل ته رسېدلی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري پیاوړې کړي او په افغانستان کې پانګونې ته وده ورکړي.

د صنعت وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې پلاوي کې د والي مرستیالان او د ازبکستان له ۳۰ څخه ډېر مخکښ سوداګر او پانګه‌وال شامل دي. دا پلاوی به له افغان چارواکو سره وګوري او په بېلابېلو کنفرانسونو او سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي.

پلاوی به بلخ ته هم سفر وکړي، هلته به له سیمه‌ییزو چارواکو سره وویني او د خصوصي سکتور له غړو سره به سوداګریزې ناستې ولري.

همداراز، دا پلاوی به په مزار شریف کې د ازبکستان د تولیداتو او توکو یو نندارتون پرانیزي.

دا سفر د ازبکستان د سیردریا ولایت د والي ارکین‌جان توردي‌موف او د هغه د پلاوي له سفر وروسته ترسره کېږي، او د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د لوړپوړو چارواکو ترمنځ د ناستو پر بنسټ تنظیم شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د ازبکستان نور والیان هم افغانستان ته سفر وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خدای پاماني| عزیزالله انیس 

     نن مې له ملګري سره د خدای پاماني شپه وه. خوب نه راته. خپل غټ کوټ مې واغوست. پرته له دې چې کوم...