تاند (یکشنبه، د وري/ حمل ۹ مه) پاکستاني رسنیو تېره شپه (شنبه) ناوخته راپور ورکړ چې ټاکل شوې ده د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې، ثبات او خبرواترو لپاره د دوو ګاونډیو هیوادونو د سولې یوه ګډه جرګه د مارچ په ۳۱مه په پېښور کې جوړه شي.
دا اعلان د خېبر پښتونخوا پخواني لوی وزیر (چیف سیکرټري) ارباب شهزاد خان وکړ، چې اوس مهال د اسپایر خېبر پښتونخوا مشري کوي، او دا خبره یې د حاجي سهراب علي خان سره په ګډه خبري ناسته کې څرګنده کړه.
دا پرمختګ په داسې حال کې کېږي چې پاکستان له تېرې میاشتې راهیسي د غضب للحق په نوم پر افغانستان په دې پلمه یرغل ته دوام ورکړی، چې ګواکي په افغانستان کې د وسلهوالو او د هغوی د ملاتړ شبکو پر وړاندې اقدام کوي.
د پاکستان بریدونه د افغانستان له غبرګونو سره مخامخ شوي دي.
ارباب شهزاد خان وویل چې دا جرګه به سیاسي مشران، قومي مشران، دیني عالمان، د مدني ټولنې غړي، سوداګر او د رسنیو استازي سره راټول کړي. هغه زیاته کړه چې هغه کسان هم بلل شوي چې مخکې یې د پاکستان او افغانستان د سولې په هڅو کې رول لوبولی دی.
ده همداراز وویل:
«د سولې جرګه به پر متقابل درناوي، د باور پر جوړولو او د دوامدارې سولې لپاره پر معنادارو خبرو تمرکز وکړي.»
او زیاته یې کړه چې د جرګې ګډه اعلامیه به دواړو حکومتونو ته وړاندې شي.
هغه دا نوښت اوسني وضعیت ته په کتو «د وخت اړتیا» وبلله او ویې ویل چې ورته جرګې به په کوټه او نورو سیمو کې هم ترسره شي، څو د ګډون کوونکو شمېر پراخ شي.
تمه کېږي چې ګډونوال به د دواړو هېوادونو له مشرانو وغواړي چې سمدستي اوربند اعلان کړي، تاوتریخوالی کم کړي او شخړې د خبرو او ډیپلوماتیکو لارو حل کړي.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ زیاتېدونکي کړکېچونه
د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستي کړکېچونه وروسته له هغه زیات شول چې په اسلاماباد، باجوړ او بنو کې پرلهپسې ځانمرګي بریدونه وشول، چې د پاکستان په وینا، د افغانستان له خاورې سره تړلي وو.
تاوتریخوالی د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر د اوربند له هوکړې وروسته لږ کم شوی و، خو بیا هغه وخت زیات شو چې افغان ځواکونو پر کابل او پکتیکا د پاکستان د هوايي بمباریو په ځواب کې د پاکستان په سرحدي پوستو عملیات وکړل.
راتلونکې جرګه د دې لپاره یوه نوې هڅه بلل کېږي چې دواړه هېوادونه بېرته خبرو اترو او د تاوتریخوالي کمولو پر لور بوځي.
پاکستان په وروستیو څو ورځو، په تېره بیا له د کمکي اختر له پیل سره پر افغانستان د دې لپاره هوايي بریدونه درولي یا خورا کم کړي چې د تېلو له بحران سره مخامخ دی. پاکستان بهرنیو الوتکو ته ویلي چې له ځان سره کافي تېل وروړي ځکه چې د پاکستان د تېلو په زېرمو کې ډېر تېل نه دي پاتې.